داعش ته درانه تلفات او سنګین ته د طالبانو نامتو ولسوال وژنه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو څلورویشتو ساعتونو کې افغان پوځیانو شاوخوا ۲۷ عملیاتونه کړي چې ۸۳ وسله وال طالبان او ۴۸ د داعش وسله وال په کې وژل شوي دي.

۶

د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال محمد رادمنش وویل، افغان پوځیانو دا عملیات په ننګرهار، پکتیا، لوګر، پکتیکا، غزني او جوزجان کې ترسره کړي دي:

اته څلویښت داعش په اچین ولسوالۍ کې وژل شوي دي او همدا راز د دښمن یو مشر چې په سنګین کې وژل شوي. مولوي اغا د مخالفینو له خوا د سنګین لپاره نومول شوی ولسوال و.”

دفاع وزارت نن سهار وختي په یوه بیان کې د وژل شویو مخالفینو ارقام خپاره کړي او ویلي یې دي چې د داعش ۴۸ وسله وال د ننګرهار په اچین، ۴۹ وسله وال طالبان په پکتیا او ۲۲ نور هم په په هلمند کې وژل شوي دي.

د بیان له مخې په دغو نښتو کې څلور افغان سرتیري هم وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د ور اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *