کشمیر په وینو او سکوت کې

د هند تر ولکې لاندې د کشمیر پر مسلمانانو باند د هند د بی رحمه برید څخه یوه اونۍ تیریګي او په دې لړ کې زیات شمیر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتی ده.

۵

هند هغه هیواد دي چې د نړۍ ترټولو لوی ډموکراسي لرونکي په توګه یادیګي اوس له هغو خلکو سره بد چلند کوي چې په کلونو کلونو یی په مظلومیت کې ژوند کړی دی داسي ښایی چې د هند ډموکراسي له کشمیر پرته په ټولو سیمو کې شتون لري.

په کشمیر کې نښتو ورسته له هغه زور اخیستي چې د کشمیر د بیلتون پلوی ۲۲ کلن یرهان واني د سرطان په ۱۸ د هند پوځ لخوا ووژل شو. واني د المجاهدین ګوند غړی په سیمه کې له لویو بیلتون غوښتونکو مشرانو څخه وو.

د نړۍ ترټولو ډمواکرسي لرونکی هیواد اوس په کشمیر اظطراري حالت ته په داسي حال کې دوام ورکوی چې دا کار د نړیوال حقونو پر خلاف کڼل کیګي.

د کشمیر په نښتو کې زیات شمیر ښځو، ماشومانو او سپین ګیریو ته مرګ ژوبله اوښتي ده او دا مرګ ژوبلي ورځ تر بلي د زیاتیدو په حال کې دي چې دا کړني د نړۍ ترټول ډموکراسي لرونکی هیواد له لورې دوام لري.

په هند کې کشمیر یوازي داسي ولایت دی چې د هغه اکثره اوسیدونکي مسلمانان دي او د کلونو په لړ کې په بیلابیلو بهانو د دې ولایت پر خلکو ظلمونه شوي دي او ځاني او مالي ځیانونه یی ګاللي دي.

په دې ورستیو کلنو کې د هند پوځ لخوا د دې سیمې له خلکو سره غیر انساني او وحشیانه چلند کیګي

IMG14210145

د پام وړ ټکی دا دی چې د حقوق بشر څخه دفاع کونکي بنسټونو د دې جنایاتو په اړه  سکوت اختیار کړی دی.

د هند پوځ لخو د کشمیر پر مسلمانانو د جنایت کچه دومره لوړه او له تصور څخه بهر وه چې د جامو او کشمیر ایالت لوی وزیر هم دا ترخه پیښه منلې ده او د دې هیواد لومړی وزیر هم د کشمیر په اړه په اضطراري ناسته کې د هند پوځ لخوا د مسلمانانو سره له سخت جنایت څخه نیوکي کړي دي.

د نړیوال بنسټونو او د امنیت شورا سکوت د دې دردناکه کړنۍ په اړه د بحرین یمن او نورو سیمو کې مشابهت لري د خلکو په ذهنونو کې د نړیوالو بنسټونو په اړه دا بی آبرویی او بی عزتی د ډیریدو په حال کې ده.

غربي رسنۍ او د بشري حقونو مدافعین کله چې په اروپا او یا امریکا کې یوه کوچونۍ پیښه وشي او یا هم یو کس ووژل شي خپل ټول ريبوټونه هغه پیښي ته ځانګړي کوي؛خو اوس چې په لسګونه ښځي او ماشومان وژل کیګي له دوي څخه هیڅ ډول غګ نه پورته کیګي

دا دوه ګوني کړني او تبعیض د دې ښکارندوي کوي چې ګواکې د اروپا د خلکو وینه د مسلمانانو سره توپیر لري او یا هم دا چې د جنګ ملاتړ کونکي هیوادونه د نړۍ دریم درجه هیوادونو ته د سکوت ترڅنګ خپل مخ او پام بل لور ته اړولی دی.

د کشمیر مسلې ته باید د سیمې نور مهم مسایلو په شان پام وشي.

خو دا چې کشمیر له پام غورځول کیګي نور دلیلونه لري؛اول دا چې کشمیر ته بیا کتنه تاثیر لري،یعني هند او پاکستان د ۶۰ تر ۷۰ کلونو په لړ کې په دې برخه کې خپل رول لوبولی او هر یوه له خپل نظر څخه دې مسلې ته کتلي او دا مسله د دې لامل شوی ترڅو نړیوال دې مسلې ته پام ونکړي.

دا ځکه چې هند د کشمیر مسله خپل کورني مسله بولي او پاکستان هم له دې لارې پر هند فشار راولي.د هند د دولت ټینګار په دې چې د هند مسله زمونګ کورنۍ مسله ده او له دې مسلې د پاکستان ګټي د دې لامل شوی دی ترڅو د کشمیر څخه بهر ته ښکاره معلومات خپاره نشي خو په سیمه کې بحران دې مسلې ته لمن وهلې ده.

په هر حال کشمیر د نړۍ پام ته اړتیا لري او د بشري حقونو مدافعین باید تبعیض پریګدي او د هند د پوځ وحشیانه کړني له منځه یوسي او د هند تر ولکي لاندې د کشمیر مسلي د حل لپاره لاس په کار شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *