دکندز ولایت په قلعه ذال ولسوالۍ کې د دولت بیاځل شتون

د کندز ولایت د ولایتي شورا د غړو د خبر بر بنسټ چې تېره شپه د قلعۀ‌زال ولسوالۍ سقوط کړی و، خو د څو ساعتونو سقوط نه وروسته د دغې ولسوالۍ مرکز بېرته افغان ځواکونو ونیو.

۷

په کندز کې د پولیس د ۸۰۸ سپین زر زون قوماندان لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال بیا وايي چې له دې ولسوالۍ څخه د افغان ځواکونو د څو ساعتونو لپاره تکتیکې شا تګ کړی وو، خو د تېرې شپې په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ مرکز او نور دولتي تاسیسات بېرته دولتي ځواکونو ونیول.

په ورته وخت کې د قلعۀ‌زال ولسوال محبوب الله سعیدي  وویل چې د ولسوالۍ تعمیر، د امنې قوماندانې تعمیر همدارنګه نور دولتي تاسیسات بېرته د افغان ځواکونو ولکې ته ورغلي دي او اوس مهال جګړه د ولسوالۍ مرکز په ۶۰ مترۍ کې دوام لري.

ښاغلي سعیدي  وویل:

“یو تغیرات راغلي و خو اوس مهال د ولسوالۍ تعمیر او نور دولتي ودانۍ له موږ سره دي او د ولسوالۍ په ۶۰ مترۍ کې لا هم درنه جګړه دوام لري.”

د ولسوال د خبرو پر بنسټ چې دا څلورمه ورځ ده په دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ درنه جګړه جریان لري چې په پایله کې څه باندې ۵۰ تنه وسله والو طالبانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړې وايي چې په دې جګړه دوه تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي او ۷ تنه یې ټپیان شوي دي.

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا یو تن غړي غلام رباني رباني پر مرکزي حکومت باندې انتقاد کوي وايي چې دغه ولایتي یې له پامه غورځولي دي چې له کبله یې ورځ تر بلې په دې ولایت کې امنیتي وضعیت مخ په خرابېدو دي.

ښاغلي رباني د قلعۀ‌زال ولسوالۍ په اړه یې داسې وویل:

“د قلعۀ‌زال ولسوالۍ د اقتپه بازار دوه ورځې کیږي چې د طالبانو په کنټرول کې ده او اوس مهال د ولسوالۍ مرکز او د امنې قوماندانۍ په شاخو سیمو کې جګړه جریان لري.”

د دغې جګړې له کبله له قلعۀ‌زال ولسوالۍ څخه یو زیات شمېر خلک هم بې‌ځایه شوي دي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې اوس مهال له ډېرو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د یادونې ده چې د قلعۀ‌زال ولسوالۍ په دوه برخو وېشل شوې ده، لکه اقتپه او قلعۀ‌زال خو د قلعۀ‌زال سیمه د دې ولسوالۍ ډېره برخه جوړوي چې نږدې دوه کاله کیږي د وسله والو مخالفانو په کنټرول کې ده، خو بیا دولتي تاسیسات لکه د ولسوالۍ مرکز، د امنې قوماندانۍ تعمیر او داسې نور دولتي ادارې په آقتپه کې موقعیت لري چې د دولت تر حاکمیت لاندې ده.

بل لوري ته ذبیح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو ویاند معرفي کوي وايي چې وسله والو طالبانو د کندز د قلعۀ‌زال ولسوالۍ نیولې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *