د ترکیې په اوبو کې د عربستان د شهزاده تفریحې کښتې د انګلیس پرچم سره

د ترکیه د جمهوریت ورځپاڼې ریپوټونو پر بنسټ،شهزاده نواف بن عبدالعزیز آل سعود په لوړه بیه یوه کښتې د څلورو ورځو لپاره خپلو ملګرو سره را نیولې چې د انګلستان بیراغ پري دی د ترکیه د اژه په رود کې په ښه وخت تیرونې بوخت دي.

۲

د ترک عکاسانو داسي تصویرونه د دې هیواد نشراتو څانګې ته سپارلي دي چې په هغه کې د عربستان شهزاده په مستقیم موسیقې کې په وخت تیرونې په داسې حال کې بوخت دی چې اروپایی نجوني ګډاوي کوي.

د عربستان د شهزاده ملګري د شپې په تیار کې د څو ساعتونو لپاره په لمبو او په اوبو کې په نورو لوبو بوخت وو.په ظاهره توګه له میلمنو څخه په شامپاین او نورو توکه سره میلمستیا کیدله.د شپې لخوا هم د عربستان شهزاده او د هغه میلمانه د یالي کاواک یوه ډیر ګران هوټل ته ولاړل او سره له دې چې د خوارکې توکو په زرګونه یورو پیسې یی ورکړې د یاد هوټل کارکونکو ته یی هم ګڼ شمیر انعام ورکړ. یاده کښتې چې ۳۸۵ متر اوګدوالی لری، د یوې هغې لپاره یی کرایه یو میلیون یورو ده.دا کښتې دری کاله وړاندې د یوه انګلیس کاپیتان لخوا جوړه شوې وه.

دا تفریحي کښتې خلاص او بند استخرونه، روغتیایی اوبه،د فلم یو نمایشي صالون او دوه وړوکي رودونه لري.د دې کښتې مخزن کولی شی د ۶.۰۰۰ مایل مسافت لپاره ۲۲۰ زره د سون توکي ذخیره کړي. د دې کښتې اجاره غوښتونکي د هغه د مالک د نوم پوښتنې کوي خو په نامعلومو دلایلو  یو ابهام دی.شهزاده نواف بن عبدالعزیز،به خپل زوی شیخ نواف احمد آل سعود،شیخ نواف آل صبر آل سعود، شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود او د عربستان د دفاع ځوان وزیر محمد بن سلمان له خپلو اتو باډي ګاردانو او ۱۳ اروپایی موډلو سره د ښه وخت تیرنې په موخه د میلاس ـ بودروم هوایی ډګر ته د ننه شول،د شپې په ورستې برخه کې د لا زیات امنیت په موخه د دریو لوکس اتومبیل سره د سعودي شهزاده ګان او د هغوي میلمانه له یاد شوي ځاي څخه تر یالي او د دوي تر استوګن ځای پورې واستول شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *