مراد علي مراد وایی د داعش له لمنځه وړلو لپاره هوایی او ځمکني بریدونه پیلوو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په پام کې لري چې د هېواد په ختیځ کې د داعش ډلې له منځه وړلو لپاره ډېر ژر به پراخ ځمکني او هوايي بریدونه پیل شي.

۳

د افغان پوځ مرستیال لوی رستیز جنرال مراد علي مراد وویل، د ولسمشر محمد اشرف غني له امر سره سم د داعش او نور وسله والو ډلو پر ضد امنیتي ځواکونو ته پراخ صلایحتونه ورکول کېږي.

“موږ د داعش او نورو هغو ډلو پر ضد چې د ختیځ زون امنیت يې له زیات ګواښ سره مخ کړی پوځي عملیات پلان کړي دي.همدا مهال دلته زموږ ځانګړي او د شپې له خوا ترسره کېدونکي عملیات روان دي.”

ولسمشراشرف غني په روانه اوونۍ کې د ختیځ زون له سیلاب قل اردو څخه د کتنې پر مهال افغان امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې په ننګرهار او نورو ختیځو سیمو کې د داعش او نورو وسله والو ټغر ټول کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *