ترکیه وایی چې د دې هیواد په ناکامه کودتاه کې د ترکیه دیني عالم فتح الله ګولن لاس درلود

د ترکیې حکومت وايي چې فتح الله ګولن چې په امریکا کې ژوند کوي د جمعې د شپې په ناکامه کودتاه کې لاس درلود. خو ګولن په کودتاه کې لاس درلودل ردوي.

۱

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د شنبې په ورځ یې خپل امریکايي سیال ته په ټلیفون کې دا واضح کړه چې فتح الله ګولن په کودتاه کې لاس درلود.

خو مولود چاووش اوغلو وویل چې مستقیما یې ترکیې ته د ګولان د سپارلو په اړه د جان کېري سره خبرې نه دې کړي.

د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوګان ویلي دي چې کودتاچیان د ګولن طرفدران وو او په هغه یې د کودتاه د کولو تور ولګاوه.

ګولان، چې د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې ژوند کوي، کودتاه وغندله او دا يې په کلکه رد کړه چې په کودتاه کې یې لاس درلود.

هغه د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه د ترکیې نه ډیره موده لیري پاته شوی دی او نه پوهیږي چې په ترکیې کې یې طرفداران څوک دي.

خو هغه دا خبره هم زیاته کړه چې ده ته معلومات نه شته چې آیا کوم طرفدار یې په کودتاه کې لاس درلود او که نه.

ګولان د امریکاغږ د ترکي څانګې سره په مرکې کې وویل چې اردوان په هغه ناسم تور لګولی دی.

هغه زیاته کړې ده چې که حتا کودتاه کامیابه شوي هم وای نو دی به ترکیې ته نه وای تللی.

فتح الله ګولن یو دیني عالم دی او د اردوګان د قدرت رسیدو مخکې، په کال ۱۹۹۹ کال کې، امریکا ته راغلی دی. هغه کودتاه غندلې ده او ویلي یې دي چې په کودتاه کې یې لاس نه درلود.

بل پلو ته د ترکیې حکومت د ۲۷۴۵ قاضیان دندې ځنډولي دي چې ویل شوي شک ورباندې کیږي چې د ګولن سره یې ارتباط درلود.

د ترکیې رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې د سترې محکمې د ۱۴۰ غړو د نیولو وارنټ هم ورکړل شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري ویلي دي چې تر اوسه ترکیې ته د ګولن د سپارلو رسمي غوښتنه ورنه نه ده شوي.

کېري زیاته کړه چې که چیري داسې رسمي غوښتنه وشي نو دوی به د قضیې په اړه وړاندې شوي ثبوتونو ته په کتو سره تصمیم ونیسي.

په ترکیې کې د جمعې په شپه د یو شمیر پوځیانو لخوا د کودتاه هڅه وشوه.

د کودتاه په جریان کې ۲۶۵ کسان وژل شوي دي چې زیاتره یې ملکیان دي. د ترکیې ناکامه کودتاه په نړیواله کچه غندل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *