د عربستان او تل آویو ترمنځ د مستقیم الوتنو پیل
د ریاض او تل آویو ترمنځ د مستقیم پروازونو له پیل سره سم عربستان په دې هڅه کې دي ترڅو خپل اتحاد له اسراییلې رژیم سره ټینګ کړې ترڅو ځان له ایران نومې خطر څخه ځان وژغوري.
تر دې مهاله عربې سوداګر مجبوره وو چې چې د خپلې موخې سوداګرې هیوادونه ته د ارپا او یا هم د ترکیه له هوایی ډګرونو څخه کار واخلې خو د عربستان ملي الوتکې اعلان وکړ چې له تیرې جمعې ورسته به د ریاض او تل آویو ترمنځ په مسقیم توګه تجارتي پروازونه پیل شي.
د اسراییلي رژیم لومړې وزیر بنیامین نتانیاهو د ریاض د دې پریکړې څخه خوښې څرګنده کړه او وویل چې دا تاریخې ابتکار کولی شي د اسرایلو او عرابو د تریخ تاریخ ترمنځ یوه نوې پاڼه پرانیزې او اسرایل د سیمې له انزوا څخه وژغورې او د ده په وینا په خاورمیانه کې به دایمې سوله رامنځ ته کړې.
د اقتصادي ناظرانو په آند د عربستان دې کړنې د اسرایل په بورسې بازارنو کې بی ساری شور او خوښي رامنځ ته کړي دي آن تر دې چې ښایی د خلیج فارس شیخان به په لویو سرمایه ګذاري لاس پورې کړي.
په ورته حال کې، د عربستان پادشاه ملک سلمان د دې هیواد د ټرانسپورټ وزیر ته د یوه فرمان په ترڅ کې ویلې ترڅو له خپل اسراییلي سیال د لا زیاتو تسهیل او د ریاض او تل آویو ترمنځ د تجارتي پروازونو په برخه کې همکارې وکړي د نومړی په وینا هیله ده چې دا کار به د آل سعود پادشاهي او د قدس د اشغالګر رژیم ترمنځ دایمې سوله را منځ ته کړي.
د دواړو هیوادونو ترمنځ د مسقیم پروازو موضوع په اړه د وزیرانو په ناستو کې پرې بحث او څیړني شوي دي او د مذاکراتو نتیجه تر دې مهاله د رضایت وړ وه.
زه ډیر خوښ یم چې تاسو او ستاسو همکارانو ته اطلاع درکوم چې سعودي پورې اړوند دوه بویینګ ۷۸۷ الوتکي (د ګرینویچ په وخت د سهار په ۷ بجو) د بن ګوریون نړیوال هوایی ډګر کې ناسته وکړه. د عربستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند عبدالله مثیب دا خبره د فرانس پرس خبریال ته کړې وه.
د حیفا او تل آویو توریستي بندر په ډیر آند چې د عربې شاهزداده ګانو لومړی درجه مقصد وې سره له دې چې په شرقي قدس کې د عرب ډیر شمیر هغه ګاونډیان میشت دي چې ډیري یی د خلیج فارس هیوادنو کې ژوند کوي،بیت المقدس(اورشلیم) ته به هم د عربستان ډیر شمیر وګړي سفر وکړي.
که څه هم د اسرایل او عربستان ترمنځ هیڅ ډول رسمې او ډیپلماټیک اړیکي نشته،خو دواړه سیاسي کړې د خپل ګډ دښمن یعنې د ایران جمهورې اسلامې دولت پر وړاندې ریښتیني رای لري او همدا امر د دې سبب کیګي چې ریاض او تل آویو یو بل ته نیګدې شي.
د دې طرحې عملې کیدو په اړه لومړنې کړنې نهایی مرحلې ته رسیدلي او هیله ده چې په نیګدې راتلونکې کې به دې کار د مثبتو ګامونو شاهدان وو.زما په آند په راتلونکي اونۍ کې به له ریاض څخه د تل آویو په مقصد او د هغه برعکس به څلورو پروازونو په لړ کې به افتتحاح شي.دا څرګندوني د عربستان د ترانسپورټ د وزیر مرستیال احمد العتیبی د یوه مطبوعاتې کنفرانس په لړ کې په ریاض کې کړي دي.
د بینامین نتانیاهو د لومړې وزیر توپ په مهال تل آویو تل هڅه کړې ده ترڅو د عربستان له رژیم سره پټې اړیکي ولرې او د یمن د بي دفاع اقلابیانو پر خلاف چې په عربي هیوادنو کې تر ټولو فقیر هیواد دې د عربستان له نظامي بریدونو څخه یی تل ملاتړ کړی دی.