د افغانستان حکومت د ماشومانو په ساتنه کې پاتې راغلی دی
د بشري حقونو د څارنې سازمان هیومن رایټس واچ وايي، د افغانستان حکومت د هغو په زرګونو ماشومانو په ساتنه کې ناکام شوی چې تر ډېرو خرابو شرایطو لاندې کار کوی.
دغه نړېوال سازمان په هغه رپوټ کې چې نن خپور شوی، په۳۱ مخونو کې د افغان ماشومانو وضعیت ته کتنه کړې ده.
رپوټ وايي چې په افغانستان کې ان د پنځو کلونو ماشومان کار کولو ته اړ کیږي چې دا په دې هېواد کې د کار له قانون او نړیوالو بشري قوانینو سره په تضاد کې ده.
د بشري حقونو د څارنې د نړیوال سازمان د افغانستان د چارو څارونکې پتي ګوسمن پرون ازادي راډیو ته وویل:
“د افغانستان حکومت باید د کارخانو څارنه زیاته کړي څو په خطرناکو ځایونو لکه د خښتې پخولو په بټیو او فلزکاري کې د کوچنیانو د کار مخنیوی وشي. اوسمهال هلته د قانون د تنفیذ په برخه کې خلا ده. دوهم مهم ګام دا دی چې کوچینانو ته د درس زمینه برابره شي.”
د بشري حقونو د څارنې نړیوال سازمان وايي، د هغو ماشومانو تر نیمايي کمه برخه ښوونځیو ته چې په خطرناکو ځایونو کې کار کولو ته مجبور دی.
د افغانستان حکومت تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی.