د امام صاحب ولسوالۍ ته د طالبانو د روغتیا مسوول له منځه ولاړ
د طالبانو په لاس جوړ شوي ماین چاودنې له کبله د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ ته د طالبانو د روغتیا مسول په ګډون شپګ طالب جنګیالي ووژل شول.
د ۸۰۸ سپین زر زون د پولیسو د مطبوعاتو مسوول محفوظ الله اکبری خاورمیانه ته وویل،دا پیښه تیره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په قلم ګذر سیمه کې رامنځ ته شوی.
د ده په وینا،په دې چاودنه کې د شپګو طالبانو په ګډون د امام صاحب ولسوالۍ ته د طالبانو د روغتیا مسوول او د دوي یو ماهر ماین جوړونکی وژل شوی دی.
اکبري وویل،دا کسان د خپل جوړ شوي ماین له کبله مړه شوي دي.
طالبانو به دې اړه لا څه ندې ویلي.