د کابل پلچرخي پر واټ په ځانمرګي برید کې 20 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د کابل پلچرخي پر واټ په ځانمرګي برید کې ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
کورنیو چارو وزارت ویلي د برید ګر د برید موخه د بهرنی موسسې د کارکونکو په نښه کول وه. دوی ویلي په دې برید کې چې نن سهار د شپږ نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځ ته شوی، څوارلس کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
مسولین ویلي د ځانمرګي برید ټول قربانیان د نیپال اوسیدونکي دي. عیني شاهدانو ویلي چاودنه ډیره زوروره وه او برید هم د نیپایلیانو پر یوه موټر تر سره شوی دی.
وسله والو طالبانو دبرید پړه منلې ویلي یې دي په دې برید کې یې یو شمیر بهرنیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.