د روسیې شمال د کريلايا په سيموزيرو سمندر غاړه کې د کښتيو ډوبېدو له امله د ماشومانو په ګډون لږ ترلږه ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې کښتۍ د توپان له امله نسکورې شوې او دغه پېښه رامنځ ته شوې ده.

د روmaxresdefaultسيې پلازمېنې مسکو ښاروال سرګي سوبيانين په وينا، د لومړيو معلوماتو له مخې په وژل شويو ماشومانو کې ۱۰ د مسکو اوسېدونکي دي او هلته په رخصتيو تللي وو.

د ناتاييد شويو راپورونو له مخې، په دغه پېښه کې له ۴۹ کسانو ۲۶ يې ژغورل شوي او په سيمه کې د ژغورنې هڅې روانې دي.

د پېښې په اړه پلټنې پيل شوې او په دې تړاو يې يو ښوونکی نيولی دی.

د مسکو ښاروال د خواله رسنيو پر وېبپاڼه ټوېټر يوه پيغام کې ويلي، “په کريلايا کې يوه لويه پېښه رامنځ ته شوې، د لومړنيو معلوماتو له مخې د مسکو ۱۰ ماشومان ډوب شوي، کورنۍ او خپلوانو ته يې د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *