ترهګر او تکفیریان د خپلې کمزورتیا له امله د جګړو په ډګر کې د مقاومت په محور سره هڅه کوي ترڅو په سوریه کې ددوی له لوري له نیول شویو سیمو لکه: خلصه او زیتان څخه د مقاومت ځواکونو د کمزورتیا لپاره کار واخلي او ددوی له لوري دا ډول پیښې د طومان په پیښه کې هم لیدل شوې دي.

تر اوسه په خلصه او زیتان سیمو کې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې حالت ندی په ډاګه شوی، متعصبه وهابي عبدالله محسنی یوه وینا کوي چې ګواکې د جیش الفتحې ځواکونو الخصله سیمه نیولې ده.

ددې ډلې پلویانو رسنیو هم ددې وینا له خپریدو وروسته د رواني جګړې لمنه پراخه کړه. لومړی دafghan-muhajir-in-seryaې رسنیو هڅه وکړه ترڅو په توپیر سره د وژل شویو کسانو د شمیرې په ښودلو سره د مقابل لوري مورال تر ډيره کمزوری کړي او په دې سره دوی له جګړې لاس په سر شي.

خود پام وړ ټکی دادی، په هره نښته په ځانګړې توګه په کورنیو نښتو کې، هغه څه چې اوس مهال په سوریه کې ور سره لاس او ګریوان دی، یو اصل شتون لري هغه دادی چې په جګړه کې بریا او ماته تل شتون لري. دا روښانه خبره ده چې د یوې کوچونی یا لویې ستراتیژیکې او او یا عادي سیمې نیول د ېوی ډلې له لوري په ډې مانا نه وي چې دا ډله په خپلو موخو کې بریالی شوه، بلکې په دې برخه بریالی لوری هغه وي چې وکولای شي له خپلو لاسته راوړنو په ښه توګه ساتنه وکړي او له دې څخه د خپل پرمختګ لپاره کارواخلي.

په همدي توګه تکفیریان چې د کمزورتیا له امله د جګړو په ډګرونو کې ندي بریالي شوي اوس یې په دې سیمو کې په رسانه یي او مذهبي جګړو لاس پورې کړی دی ترڅو په دې سره وکولای شي د خپلو سیالو وسله والو لومړی لیکه کمزورې کړي خو له ډې سره دوی تر اوسه ددې کار په ترسره کولو سره هم په خپلو موخو کې بریالي شوي ندي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *