په کندز ولایت کې یو شمیر مساپرین تښتول شوي دي
په دې ولایت کې امنیتي مسولینو ویلي دا کسان دکندز تخار په لویه لاره دوسله والو له لوري تښتول شوي دي.
د هیواد په شمال کې داته سوه اتم زون مطبوعاتي مسول محفوظ الله اکبري، خاور میانه خبري آژآنس ته ویلي: پیښه نن سهار مهال(دجوزا ۱۹) د کندز تخار په لاره د خان آباد وسلوالی اړوندسیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ده دتښتول شویومساپرینو د شمیرې په هکله ډير مالومات ندي ورکړي خو ویلي یې دي چې ددې کسانو د را خوشي کولو هڅې روانې دي.
په ورته حال کې کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال جنرال ایوب سالنګي په خپله ټویټير پاڼه کې لیکلي د کندزتخار په لاره کې پنځه ویشت مساپرین دنامالومو وسله والو له لوري تښټول شوي دي.
تر اوسه ددې پیښې مسولیت چااو نه هم کومې ډلې پر غاړه اخستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ هم دوه سوه مساپرین د کندز تخار په لویه لارهد وسله والو طالبانو له لوري تښتول شوي وو چې له دوی څخه یې دولس کسان وژل شوي دي او یو شمیر یې تراوسه له طالبانو سره دي.