وسله والو طالبانو په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ملکیانو برید کړی
وسله والو طالبانو په ځاځي میدان ولسوالۍ کې پر ملکیانو برید کړی
وسله والو د خوست ځاځي ميدان پر ځايي اوسېدونكو بريد كړى د خوست د ځاځي ميدان ولسوالۍ امنيتي چارواکي وايي، د دې ولسوالۍ په ډېرۍ مېله سيمه کې نن سهار شاوخوا ۵ بجې وسله والو مخالفينو د خلکو پر کورونو وسله وال بريد کړى، چې د پوليسو او خلکو د ګډ ځواب په ترڅ کې د وسله والو شاوخوا ۱۲ کسان وژل شوي دي.
د دوى په وينا، جګړه اوس هم روانه ده او په ک
ې د ځاځي ميدان ولسوالۍ يو مقاومت کوونکى ولسي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
د ځاځي ميدان ولسوالۍ امنيه قوماندان جنرال عزيز الله كليد ته وويل، چې وسله وال اوس هم د سرحد له هغې غاړې نه توغندي توغوي او د خلکو کلي او کورونه په نښه کوي.
نوموړى زياتوي، وسله والو ته يې سخته ماتې ورکړې، د هغوى يو موټر يې هم ويشتلى او په کې ناست ټول وسله وال يې وژلي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم وسله والو څو ځله د ځاځي ميدان ولسوالۍ پر سرحدي سيمو بريدونه کړي، چې هم په کې وسله والو او هم ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځاځي ميدان له کرمې اېجنسۍ سره ګډه سرحدي پوله لري، چې خلک يې په بشپړه توګه د دولت پلوي دي او د خپلې سيمې امنيت په خپله ساتي.