په يمن کي د ماشومانو د وژلو په غبرگون د ملگرو ملتونو تور نوم لړ کې د عربستان په مشری د ايتلاف د نوم راوستلو بيلا بيل ډوله غبرگونونه له ځان سره درلودل

ويل کيږي چي ملگريو ملتونو له دي نوم لړ څخه د سعودي عربستان د نوم لري کولو پريکړه له فلسطين سره ددې هيواد د مرستو د بنديدو په موخه کړې خو د بانکي مون وياند بيا دي ته بيا کتنه اړينه ښودلې دهn00168163-b

له دې سره ویل کیږي چې د ملګرو ملتونو پر لوی منشي ډيری فشارونه راوستل شوي ترڅو د عربستان په مشرۍ د ایتلاف نوم له تور نوم لړ څخه لرې کړل شي، چې داسې هم شوي، خو د ملګرو ملتونو د لوی منشي ویاند بیا وایي دې پریکړې ته بیا کتنه اړینه شوې او پریکړه شوي ترڅو په یمن کې د ماشومانو د وژلو مخنیوي په موخه عربستان ته یو بل چانس هم ورکړل شي.

اسيتيفن دوجاريک؛ “د ملګروملتونو لوي منشي له تور نوم لړ څخه د سعودي عربستان په مشری د ایتلاف نوم لرې کړی دی، زمونږ تمه ده چې په ډې هکله تر لاسه شویو اسنادو ته بیا کتنه وشي. په دې سره د ملګرو ملتونو لوي منشي سعودي عربستان ته یو بل چانس په لاس ورکړل ترڅو د خپل اایتلاف په هکله ډير مالومات دوی ته ورکړي چې دا زمونږ د څیړنې لپاره هم اړینه ده تاسو په ډې پوهیږی چې پر ملکي کسانو هر ډول برید د بانکي مون له لوري غندل شوی دی او تل یې په دې هکله د څیړنو حکم صادر کړی.”

دا په داسې حال کې ده چې د بشر حقونو د ملګرو ملتونو د لوی منشي پر دې پریکړې نیوکه کړې ده. د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون ویلي: دا پریکړه څنډول شوې او که چیرې دا په ډاګه شي چې د سعودي عربستان د ایتلاف له لوري په یمن کې ماشومان وژل شويي نو یو ځل بیا به ددې ایتلاف نوم د ملګرو ملتونو په تور نوم لړ کې ور ګډ کړل شي.

په ورته حال کې یوې سرچینې چې نه یې دي غوښتي نوم یې واخستل شي رویټرز ته ویلي: کله چې په تور نومو لړ کې د ایتلاف نوم شتون هم درلود دې ایتلاف د خلیج فارس هیوادونو په لارښونه په یمن کې ملکي سیمې په نښه کړې دي. دې سرچینې ویلي سعودي عربستان بانکي مون ګواښلی که چیرې ددوی نوم له تور نوم لړ څخه لرې نه کړل شي له فلسطین سره به مرستې بندي کړي او د ملګرو ملتونو د غیر اسلامي کړنو پر وړاندې به فتوا صادره کړي. ویل کیږي چې بانکي مون تر سیاسي فشارونو لاندې او د خپل کاري وروستي کال کې د شخړو د مخنیوي په موخه دا ګام بورته کړی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *