دا پېښه د زابل په شاه جوی والسوالی کې رامنځ ته شوې

وسله والو طالبانو تیره ورځ د زابل شاه جوې په ولسوالۍ کي يوه ښځه او دووه نارينه په عام محضر کي په دورو وهلي او يو تن يې قصاص کړی دی.

د شاه جوی والسوالی اوسيدونکي احمد ولي امريکاغږ  ته وويل چې وسله والو طالبانو د والسوالۍ د جعفرو په سيمه کي په سل گونو کسان د خپلي محمکمې د پريکړې د عملي کولو نندارې ته وربلي وو.

احمد ولي وو0AA4658F-D6A2-4A5A-A48B-28CF55CAD986_w987_r1_sیل چې په دې ښځې او دغو دوو سړو باندې د نامشروع اړيکو د لرلو تور وو، او قصاص شوی سړی بيا د يوه کس په وژلو باندې تورن وو .

د جعفرو کلی د زابل ولایت د شاه جوې ولسوالۍ په ۲۵ کیلومترۍ کې پروت دی، چې طالبانو ورته زیات تګ راتګ کوي.

د زابل ولايتي مقامات په دې اړه له څه ويلو څخه ډډه کوي خو د شاجوی والسوالی يوتن مسول د نوم نه ښه دلو په شرط امريکاغږ ته وويل چې د دې صحرايي محمکمې په اړه د زابل امنيتي چارواکو ته له مخکې لا خبر رسيدلی وو.

سرچينې زياته کړه چي وسله والو طالبانو تر خپل کنټرول لاندې سيمو څخه ټول عام خلک دې صحرايي محکمې نندارې ته وربللي وو او تر دووه سوه زيات وسله والو طالبانو د دې صحرايي محکمې امنيت ساتنه کوله.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *