په عراق کې د يو لړ ځانمرګې بريدونو له امله تر څلويشت زيات پو ځيان وژل شوي دي

د عراق په الفلوجه ښارکې د جمعي په ورځ د «اسلامي دولت» د ترهګرۍ ډلې د وسله والو د څو ځانمرګو بريدونو په ترځ کې لږ تر لږه ۴۰ عراقي پوځيان وژل شوي دي. دامطلب الجزيره ورکړي دي. د دغه تأويزوني چينل د معلوماتو سره سم ، د ښار په شمال کې د چاودنو قربانيان، پوځيان، د الشعب ال اشد د خلګو دمليشه يي دلې غړي دي.

مخکې د عراق د حکومت استازي بسام الحسینی سپوتني640417ک اژانس ته ويلي و، چې عراقي پو ځيان به تر يوې اونۍ پورې د فلوجه ښار د «اسلامي دولت» څخه ازاد کړي. الفلوجه ښار دانبار ولايت په لويديځ کې پروت دي چې د ۲۰۱۴ کال له پيل راهيسي د «اسلامي دولت » تر ولکې لاندي دي. د عراق صدراعظم حیدر العبادی د مي پر ۲۳ ماښام د ښار دبيرته نيولو اعلان وکړ. دملګرو ملتونو دارزوني له مخې دغه ښار ۵۰ زره نفوس لري. عمليات د عراق اردو ، شيعه مليشي او دنړيوال ائيتلاف د هوايي ځواکونو په ملاتړ پر مخ وړل کيږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *