د خيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې د دوو سياسي ګوندونو تر منځ نښتو کې څلور تنه وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي.

بلخوا د ډيورنډ کرښې سره نژدې د قبايلي سيمې خيبر په لرې پرته تيراه دره کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي.

د خيبر پښتونخوا په مردان سيمه کې د دوو سياسي ګوندونو تر منځ په نښته کې څلور تنه وژل شوي او اووه تنه ټپيان دي. د پولیسو په وينا دغه پېښه د ملي عوامي ګوند (اې اېن پي) او د تحريک انصاف د غړو تر منځ شوې ده.

د ګوندونو د بيراغونو پر سر دغه شخړه کې اووه تنه ټپيان شوي هم دي.

داسې راپورونه خپار160502105937_pakistan_police_ap_624x351_apه شوي چې مردان کې د تحريک انصاف ګوند پر لاريون ډزې شوې چې په کې د دغه ګوند يو مشاور او درې تنه نور چې ډېری د عوامي نشنل ګوند غړي ښودل کېږي وژل شوي دي.

مردان کې د پوليسو يوه کارکوونکي فيصل شهزاد بي بي سي ته ويلي، دغه پېښه د ګوند د بيراغ پر سر له شخړې وروسته پېښه شوې ده.

نوموړی په دغه پيښه کې د څلورو تنو وژل تاييدوي چې يو د تحريک انصاف مشاور او پاتې دريو کې ډېری د عوامي نشنل ګوند غړي دي. په ټپيانو کې ډېری هم د عوامي نشنل ګوند غړي دي.

د فيصل شهزاد په وينا د پېښې په اړه پلټنه روانه ده او ټپيان يې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

بلخوا د ډيورنډ کرښې سره نژدې د قبايلي سيمې خيبر په لرې پرته تيرا دره کې د څلورو کسانو مړي موندل شوي چې تراوسه نه دي پېژندل شوي.

له تيرا درې څخه ترلاسه شويو مړيو په اړه داسې راپورونه خپاره شوي چې دغه کسان د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د امنيتي سرچينو په وينا مړي يې د پېژندنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *