بیوکساراک په ۲۰۰۶ کال د ترکیې د ښکلا ملکه شوه.

د ترکیې قضاء د ښکلا یوه پخوانۍ ملکه میرفي بیوکساراک ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د سپکاوي له کبله په ۱۴ میاشتو بند محکومه کړې ده.

۲۷ کلنه بیوکساراک پر ټولیزو رسنیو د حکومت یوه کارکوونکي ته په سپکاوي تورنه شوې ده، خو دا وايي چې اردوغان ته یې سپکاوی نه دی کړی. د هغې وکیل وايي، د محکمې د پرېکړې پروړاندې به اعتراض وکړي او خپله قضیه به عالي محکمې ته وسپاري.

بیوکساراک په ۲۰۰۶ کال د ترکیې د ښکلا ملکه شوه. نوموړې تېر کال له دې کبله د لنډ وخت لپاره بندي شوه، چې په ۲۰۱۴ کال یې پر ‘انسټاګرام’ له ملنډو ډک شعر خپور کړی و160602043512_ex-miss_turkey_sentenced_for_insulting_erdogan_640x360_ap_nocredit.

دغه شعر د ترکیې د ملي سرود په څېر کاپي وه، چې پر ټولیزو رسنیو زرګونه ځلې خلکو خپره کړه، د ترکیې لویې څارنوالۍ دا اردوغان ته سپکاوی وباله. نوموړی هغه مهال د ترکیې لومړی وزیر و.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې کله چې اردوغان ولسمشر شوی، د سپکاوي په تور یې د ښوونځیو د زده کوونکو او مشهورو څېرو په ګډون نژدې زر کسان محاکمه شوي.

د ترکیې د نوي قانون پربنسټ، ولسمشر ته د سپکاوي سزا بند ده، چې ان تر څلورو کلونو پورې بندي کېدای شي. په ترکیه کې حقوقي ډلو د وینا د ازادۍ په تړاو نیوکې کړې دي.

د ترکیې قضاء پر بیوکساراک د بند حکم کړی او وايي چې تر پنځو کلونو پورې باید نوموړې بیا سپکاوی ونه کړي.

د بشري حقونو فعالان وايي: ”اردوغان د خپلو مخالفانو – چې خبریالان، اکاډیمیک شخصیتونه او عام وګړي پکې دي- د چوپ کولو او ترهولو لپاره قانون یوه وسیله ګرځولې ده”.

د هغې وکیل امري تلکي اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي: ”دا محاکمه د هغو تورونو پربنسټ نه ده شوې، چې خلکو دې کړي وي”.

وکیل زیاتوي، موکله میرفي یې ”د هغه متن او کلمو په تور محاکمه شوې، چې په اصل کې دې نه دی لیکلی او نه یې له خولې راوتلې دي”.

د اردوغان وکیل هاتیس اوزای په محکمه کې ویلي ”لیکل شوې تبصرې د ‘نیوکې له بریده’ پښې اړولې او په دې سره یې زما د موکل د شخصیت سپکاوی کړی دی”.

بوکساراک تېر کال له دې کبله د لنډ وخت لپاره بندي شوه، چې په ۲۰۱۴ کال یې پر ‘انسټاګرام’ له ملنډو ډک شعر خپور کړی و.

د بشري حقونو فعالان وايي: ”اردوغان د خپلو مخالفانو – چې خبریالان، اکاډیمیک شخصیتونه او عام وګړي پکې دي- د چوپ کولو او ترهولو لپاره قانون یوه وسیله ګرځولې ده”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *