ډېرو څرګنده کړې چې میخایل ګورباچوف لا هم ډېر څه د ویلو لري تر عنوان لاندې د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي په وروستیو میاشتو کې مهمو شخصیتونو چې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو نژدې کس هم پکې شامل دی ټینګار کړی چې روسیه، میخایل ګورباچوف د پخواني شوروي اتحاد د نسکورولو په خاطر مجرم ګڼي او په مسلسله توګه غوښتنه کوي چې میخایل ګورباچوف دې محاکمه شي.

نیویارک ټایمز لیکي کله چې د مارچ په میاشت کې د ګورباچوف د ۸۵ (پنځه اتیایمې) کالیزې تنظیموونکي یوه هوټل ته لاړل او مراسم یې ونیول د هوټل خاوندانو وروسته له هغه چې پوه شول دا مراسم د ښاغلي ګورباچوف لپاره نیول شوي وو پیسې وانخستي او یوه یې وویل که ګورباچوف نه وای نو موږ به ښه کاربار درلود اوس مجرمان په کاروبار کې دي چې ویاړ یې د ګورباچوف په برخه دی.

نیویارک ټایمز لیکي دا په داسې حال 140127123826_gorbachov_640x360_getty_nocreditکې ده چې په دې وروستیو کې ښاغلي ګورباچوف په یوې مرکې دا خبره ونه منله چې ګواکې دی یو له هغو کسانو دی چې په روسیه کې ترې کرکه کېږي او ویې ویل دا د بیان آزادي ده چې خلک هرڅه وايي. خو ورځپاڼه لیکي داسې هم نه ده چې د روسیې ټول خلک له ګورباچوفه کرکه لري ځینې یې په دې خاطر ستایې چې آزادي یې رامنځته کړه او ښاغلي ګورباچوف هم په خپلې وروستې مرکې کې ویلي چې د روسیې خلک لا ډېرې ډیموکراسۍ ته اړتیا لري.

پاکستان کې دې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بند شي تر عنوان لاندې پاکستاني ورځپاڼه ایکسپریس ټربیون لیکي د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحیل شریف پرون ویل د پاکستان په خاوره کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه بدمرغه دي او باید بند شي ځکه چې دا د پاکستان امنیت او حاکمیت ته ګواښ دی.

ورځپاڼه لیکي د پوځ مشر چې د پارلمان د نوې دورې د پیل له مراسمو وروسته یې له خبریالانو سره خبرې کولې د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز هم ملي پروژه وبلله او ویې ویل چې دا باید په هره بیه چې وي بشپړه شي.

ایکسپریس ټربیون لیکي د ترهګرۍ پرضد جګړې په هکله هم ښاغلي راحیل شریف ویل چې په هره بیه چې وې دا جګړه به بشپړېږي او د جګړو له امله بې ځایه شوي خلک به سږکال بیرته خپلو مینو ته ستانه شي.

د ورځپاڼې په وینا تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر د امریکا د بې بیلوټه الوتکې هغه برید چې د طالبانو مشر ملا اختر منصور په کې ووژل شو د امریکا او پاکستان د اړیکو په زیان بللی و.

شمالي کوریا ډونالډ ټرمپ ساتلی او له امریکايي رایې اچوونکو یې غوښتنه کړې چې هیلري کلنټن ته رایه ورنه کړي تر عنوان لاندې بریتانیا کې چاپیدونکې د ګارډین ورځپاڼه لیکي د شمالي کوریا رسنیو د امریکا ولسمشرۍ ته ولاړ ډونالډ ټرمپ ستایلی او هغه یې یو هوښیار سیاستوال بللی چې کولای شي د کوریا په یوموټي کولو کې مرسته وکړي.

ګارډین لیکي چې د شمالي کوریا رسنیو د امریکا د جمهوریت غوښتونکي کاندید د هغې طرحې هرکلی کړی چې وايي د امریکا د ولسمشر کېدو په صورت کې به د شمالي کوریا له ولسمشر کیم جون اون سره مخامخ خبرې وکړي.

ورځپاڼه د شمالي کوریا د یوه کارپوه له خولې لیکي چې د بیلا بیلو لاملونو له امله د ښاغلي ټرمپ تګلارو ته په شمالي کوریا کې مثبت کتل کېږي او په دې کې یوه دا ده چې ویلي یې دي چې د شمالي او سویلي کوریا ترمنځ جګړه کې به نه ښکیل کېږي.

ګارډین د څیړونکو په وینا لیکي چې که څه هم ډونالډ ټرمپ په رسمي توګه د پینګیانګ له خوا نه دی ستایل شوی خو په رسنیو کې د ښاغلي ټرمپ په اړه خپرې شوې خبرې د حاکم رژیم د نظر څرګندونه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *