د فارياب ځايي چارواكي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د طالبانو د يو تش په نوم ولسوال په ګډون ۵۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده0AE0387A-B55F-4E00-BC6C-E5E96A74E7B8_w640_r1_s_cx0_cy6_cw0.

د فارياب د پوليسو وياند كريم يورش په دې اړه كليد ته وويل، وسله والو ته يې دا تلفات په قيصار، غورماچ، خواجه سبز پوش او دولت اباد كې د تهاجمي بريدونو په ترڅ كې اړولي دي: (( د۳۰ وسله وال مړه دي او ۲۳ ټپيان دي.))

يورش زياته كړه په وژل شويو وسله والو كې د قيصار لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال ملا عبدالله، نظامي مسوول محمد ګل او يو سرګروپ مولوي خان اغا هم شامل دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *