دغو کسانو غوښتل چې د لیبیا نه اروپا ته د سمندر له لارې ولاړ شي. ژغورونکي همدارنګه وایي چې د شلو پناغوښتونکو مړي یې په اوبو کې پیدا کړیدي.

معمولاً د مې د میاشتې نه نیولې تر اکتوبره پورې په سمندر کې څپې لږې وې، او همدا وجه ده چې زیاتو خلکو د سمندر له لارې اروپایي هیوادونو ته د دغه خطرناک سفر لپاره زړه ښه کړی9E142370-272D-49F1-90D3-9EB8D7688AC9_w987_r1_s.

د ایټالیا ساحل ساتونکي پولیس وایي هغوی یوازې پرون د پنجشنبې په ورځ د خلکو د ژغورلو لپاره دوه ویشت عملیاته وکړل او د شاوخوا څلور زره کسانو ژوند یې وژغوره.

په همدې حال کې د لیبیا ساحل ساتونکي پولیس وایي چې هغوي د پنا غوښتونکو دوه کښتۍ ولیدې چې په سمندر کې په بل مخ اوښتې وې او ډیر احتمال شته چې زیات شمیر کسان به پکې وژل شوي وي.

د ایټالیا ساحل ساتونکو پولیسو د پنا غوښتونکو عکسونه په ټویټر کې خپاره کړي او پکې ښودل کیږي چې پلاستیکې کښتۍ د اوبو لاندې دي او خلکو ترې لاسونه چاپیر کړیدي. پولیس وایي هیڅ پنا غوښتونکي ته هغه واسکټونه نه و ورکړل شوي چې خلک د ډوبیدو نه ژغوري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *