رباني: ملي وحدت حكومت په خپلو ژمنو كې پاتې راغلى د جمعیت اسلامي ګوند وایي، د ملي یوالي حکومت د خپلو ډېر شمېر هغه بنسټیزو دندو چې د ملي یوالي د حکومت د جوړېدو په هوکړه لیک کې ذکر شوي، په ترسره کولو کې پاتې راغلی دی.

د دغه ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني چې د شنبې په ورځ یې د نوموړي ګوند په یوه غونډه کې خبرې کولې وویل، د ملي یوالي د حکومت مشرانDB15B012-0D8D-4F9C-A305-8EE09C2F0A97_cx9_cy6_cw89_mw1024_mh1024_sو په خپلو ډیرو هغه ژمنو عمل نه دی کړی چې د حکومت د جوړېدو په هوکړه لیک کې یې پرې هوکړه کړې وه.

رباني وایي، باید تر دوه کلونو پورې د اساسي قانون د تعدیل لویه جرګه جوړه شوې وای خو په وینا یې تر اوسه پورې د دغه جرګې د جوړېدو لپاره لومرني کارونه لکه د ټاکنیزنظام اصلاح کول، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ترسره کول هم نه دي شوي او په وینا یې له ټاکنیزو اصلاحاتو او الکترونکي تذکرو له وېشلو پرته د رڼو ټاکنو تمه هم نه شي کیدی.

د جمعیت د ګوند مشر صلاح الدین رباني دغه راز په هیواد کې د سولې له لړۍ هم ملاتړ وکړ او د دولت له وسلوالو مخالفینو څخه یې وغوښتل چې خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره له سیاسي لارو چارو مبارزه وکړي.

دا په داسې حال كې ده چې نن د حراست او ثبات شورا مشرانو هم په يوه غونډه كې پر حكومت ګڼې نيوكې لرلې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *