برتانیی خپل نور پوځیان افغانستان د امنیت د راوستلو لپاره واستوي.

د ب626839رتانیې د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د افغانستان امنیتي حالت ته په کتو سره دوی باید خپل نور پوځیان افغانستان د امنیت د راوستلو لپاره واستوي.

د راپور له مخې اوسمهال برتانوي پوځيان یوازې د نظامي تعلیم او روزنې دندې په غاړه لري خو د دوی تر څنگ به نور پوځيان هم په افغانستان کې مستقر شي.

تمه کیږي چې د برتانیې چارواکو د پوځ د زیاتولو تصمیم به د دې هېواد د لومړي وزیر ډیوډ کامرون له لوري په راتلونکي جون میاشتې کې د وارسا په غونډه کې اعلان شي.

اوسمهال ۴۵۰ برتانوي پوځیان د ناټو تر مشرۍ لاندي افغان ملي اردو ته د روزنې، مرستې او سلاکارۍ مسوولیت په غاړه لري.

د برتانيې د دفاع وزارت یو تن چارواکی وايي چې په دې وروستیو کې طالبانو د افغانستان ډېری سیمې تر خپل ولکې لاندې راوستي چې دې کار نړیوال او برتانویان ټول یې د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښمن کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *