له ترکیې سره د چل په موخه د عربستان او اسرایلو همکاري

په Dirle سایټ کې د خپرې شوې مقالې له مخې چې پکې د ترکیې «غ0-7ازته» ورځپانې ۲۰۱۶/۰۸/۰۴  ګڼې ته پکې نغوته شوې او د مصطفی کورداش له لوري لیکل شوې د هغه کس له لوري چې ددې ورځپانې د لیکنې مدیر دی پکې د ترکیې اواسرایلو د اړیکو عادي کیدو پر هڅه نیوکه شوې ویلي شوي: «دواړه خواوو پر دې هوکړه کړې او دا هوکړه به په راتلونکې ناسته کې د عربستان په منځګړیتوب په لاره واچول شي. په دې جوړ جاړي کې ځانګړې خوښي شتون لري او له دې داسې ښکاري چې مونږ تیري کونکي او جنایت کاره یو او صهیونیستي رژیم له هر ډول ګناه څخه پاک دی او دې موضوع ترکیه دومره خوشحاله کړې چې ګواکي د ترکیې اوسیدونکي د اسرایلو د برید له امله په مرمره بیړۍ کې ندي وژل شوي او دا سې انګیرل کیږي چې داوود اغلو د داووس په کنفرانس کې ونه ویل چې: « مونږ په ډې پوهیږو چې د ماشومانو وژنه د اسرایلو له لوري تر سره شوې ده! په دې برخه کې دسعودي عربستان رول څه دی؟ آیا دا چې د سماسمره صهیونیستي ظالم رژیم پر ځای خپل رول ولوبوي؟ او یا دوی د یوې تګلارې د لټې له مخې د خپل رول په څه کې دي؟ دا سمه ده چې سعودي عربستان او اسرایل په خپلو کې د سیمې د ویش هڅه کوي خو دې موخې ته ولي دوی د ترکیې د خلکو له وینو تیریږي او دې ته ارزښت نه ورکوي؟ ولي دوی اردوغان د یوه نه اوریدونکي ماشین په توګه کاروي او مونږ ته فریب راکوي، صهیونیستي رژیم په ترهګریزو کړنو عادت کړی او له دوی څخه د هیڅ ډول دوستي او ملګرتیا تمې نه شتون درلود او نه به یې هم ولري، هغه څه چې دوی ویروي د ترکیې له لوري د حماسي شعارونو ورکول او حقایقو جعل دی. ده ویلي: آیا تاسو ولیدل چې اسرایلو دې هوکړې ته په څه ډول غاړه کیښوده؟ خو ریښتنیولي داده چې ترکیه تسلیم شوې او دوی ته یې درنښت کړی دی.

تاسو کولای شی بشپړ متن په ټویټر کې ولولئ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *