افغان ولسمشر غني د ټولو ولایتونو له خبریالانو او د رسنیو له مسوولینو سره په خبرو کې وویل، چې د خبریالانو امنیت ته به جدي پام وکړي او ټینګار یې وکړ، چې د خبریالانو قضیې شخصا دی پلټي او پر خبریالانو تاوتریخوالی نه شي زغملی.

ولسمشر وویل، چې د خبریالانو امنیت په برخه کې له ملي امنیت شورا سره نتیجې ته رسېدلی او ډېر ژر به په دې برخه کې اقدام وشي.

په دې غونډه کې د حکومت اجرایوي رییس عبدالله عبدالله، د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش، د اجرایوي رییس دویم مرستیال محمد محقق، د ملي شورا غړیو د رسنیو استازghani (2)و، د دولتي ادارو ویاندویانو او خبریالانو ګډون کړی وو.

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې تېر ۸۰ کلونه د سانسور پېر وو او زیات خبریالان تبعید شوي وو، خو نن د دې کلتور د بدلون وخت راغلی دی.

غني وايي، چې ثبات یوازې د ده شخصي مسوولیت نه دی او خبریالان باید په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

ښاغلي غني د فساد سره د مبارزې په برخه کې د خبریالانو ارزښت په اشارې سره وویل، چې “راتلونکې اونۍ له فساد سره د مبارزې نوی څپرکی پیلیږي.”

ولسمشر په دې غونډې کې اطلاعاتو ته د لاس رسي د ځانګړي بنسټ د جوړولو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه، چې دغه بنسټ به له خبریالانو سره د اطلاعاتو په برخه کې د دولتي ادارو د نه مرستې کولو کلتور له منځه یوسي.

نوموړي خبریالانو ته د ځمکې وېش په اړه وویل، چې لومړی به د افغان امنیتي ځواکونو کورنیو او شهیدانو ته ځمکې ورکړي او بیا به خبریالانو ته د ځمکې وېش په اړه کارونه وکړي.

ولسمشر اطلاعاتو او کلتور له وزارت ته هدایت وکړ، چې د هغو لیکوالو او خبریالانو له پاره دې جایزې په پام کې ونیسي، چې د نثر، نظم او خبریالۍ په ډګر کې یې ځانګړي فعالیتونه کړي دي.

ولسمشر په دې غونډه کې ټاپي، کاسا ۱۰۰۰ او د چابهار بندر درېیو اقتصادي تړونونو ته اشاره وکړه او یې ویل، چې دغه پروژې به افغانستان د سیمې په اقتصادي مرکز بدل کړي.

غني وویل، افغانستان د ځمکنیو زېرمو په برخه کې غني هېواد دی، زیاته یې کړه، چې د له دې زېرمو استفاده په افغانستان بېوزلي او غربت نابودوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *