دامريکا د کشف الوتکې مسافر وړونکې الوتکو ته د خطر ګواښ رامنځته کړي و

د روسيي د دفاع وزارت رسمي استازی ايګور کناشينکو وويل چې د امريکا متحده ايالاتو استخباراتي الوتکه RC-135 په هواکې د KLM او SWISS هوايي شرکتونو دوو مسافر وړونکې الوتکو ته ګواښ رامنځته کړي او د نړیوال هوايي لارې په اوږدو کې يي يو مانور ترسره کړي دي.

«د امريکا کشفي الوتکې د نړيوال هوايي کرښې په اوږدو کې مانوري تر سره کړي ، او مسافر وړونکې الوتکو ته يي ګواښ رامنځته کړي دي چې ددې امکانات موجود و، چې د ناوړه عواقبو سبب ګرځيدلای وای. »- دامطلب کنا شينکو څر ګند کړ623569.

د جنرال په قول د مي پر ۲۲ نيټه د امريکا دهوايي ځواکونو هوايي استخباراتي الوتکه RC-135 د جاپان کادانې هوايي اډې څخه د لسو زرو مترو په جګوالې د جاپان د سمندرګې له پاسه دروسيي پولې ته څيرمه الوتنه پيل کړه خو کله چې دروسيي پولې ته رانږدې شوه په ناسمه لار يي مخه کړه او نړيوال هوايي لارې ته داخله شوه په دغه وخت کې هالينډي هوايي شرکت KLM مسافر وړونکې هوايي الوتکه چې د توکيو څخه امستردام پر لور روانه وه او بله سویسي الوتکه چې(توکيو- زوريخ) ترمنځ يي الوتنه کوله مخامخ شول.

په دغه وخت کې د سویسي شرکت دالوتکې عمله په ولاديواستوک کې دروسيي د هوايي ترافيک د کنټرول د مرکز څخه وغوښتل چې ددوی پر لور څلور انجنه نامعلومه الوتکه ليدل کيږي تغقيب کړي. دوضعيت له څيړنې وروسته دسهار په پنځوبجو او ۳۱ دقيقو ددې دپاره چې مسافر وړونکې الوتکې د RC-135 الوتکې سره نږدې نه شي او فاجعه رامنځته نه شي دروسيي اداره کوونکې مرکز قومانده ورکړه چې د پرواز ارتفاع کمه کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *