ملگروملتونو له يونان څخه غوښتي ترڅو له مقدونيي سره گډې پولي ته نږدې د کډوالو پندغالی تخليه کړي اوس مهال په دي پندغاليو کي په زرگونه کډوال په ډير بد حالت کي شپي ورځې تيروي

په داسې حال کې چې د یونان دولت پریکړه کړې چې له مقدونیې سره ګډې پولې به له کډوالو تشوي بله خوا د کډوالو ادارې تر نږدې راتلونکې ددې کار په تر سره کولو ټینګار کړی دی د ملګرو ملتونو د کډوالو ځانګې مشر 0,,17802154_303,00ویلي دې بهیر ته باید چټکتیا ورکړل شي.

کريس بويان؛ “زه فکر کوم چې دا بهیر باید ګړندی کړل شي څرنګه چې وینو په ډیریو سیمو کې کډوال شتون نلري او کیدای شي تر راتلونکو څو ورځو دا سیمه په بشپړه توګه تشه شي له دې سیمې ځینې کسان نورو پنډغالیو ته لیږدول شوي او ځینو هم په خپله خوښه دا سیمه پریښې ده ده ویلي ځینې کسان د یونان پلازمینې ته تللي او مونږ له نږدې دا حالات څیړو.”

په همدي توګه یوناني چارواکیو ویلي نورو پنډغالیو ته د کډوالو لیږدول له ستونزې پرته دوام لري ددی هیواد لومړي وزیر ویلي د کډوالو په لیږدولو کې باید له هیڅ ډول تاوتریخوالي کار وانخستل شي خو یو شمیر کډوال څه ډول چې په لومړي پنډغالي کې ناخوښه وو په ډې سیمه کې هم له بد حالت څخه سرټکوي دوی وایي نوي پنډغالي هم د اوسیدو لپاره مناسب ځایونه ندي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *