د ترکي (TAI) شرکت غواړي د پاکستان د هوايي ځواکونو د F-16 ډوله الوتکو پارک مډرن کړي

د ترکیې د Turkish Aerospace Industry شرکت د پاکستان سره ددې هیواد د هوايي ځواکونو د 362253F-16 ډوله الوتکو د مډرنولو په هکله د خبرو اترو بهیر پیل کړی دی. په دې هکله خبر Defense News خبري آژانس ورکړی دی.

رسنۍ د اړونده چارو یاد شوي شرکت د استازي له قوله کاږي:« خبرې اترې زمونږ د پاکستاني استازي له لارې تر سره کېږي. مونږ د پاکستان د هوایي ځواکونو سره ددغه تړون د ښه عملي کیدو هیله لرو».

د دغه تړون د لاسکیدو په پایله کې به د پاکستان د هوايي ځواکونو د F-16 ډوله الوتکو ۷۴ وزره الوتکې چې په دې جمله کې هغه ۱۴ وزره الوتکې چې پاکستان د اردن څخه ترلاسه کړي، هم شاملي دي. ددغه کار لپاره باید ترکیه د امریکا څخه اړینه اجازه تر لاسه کړي او په دې هکله خبرې به دوه کاله وخت ونیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *