په افغانستان کې د امریکا ۹۸۰۰ عسکر پراته دي.

د ناټو د نظامي کمیټې رئیس وايي چې د ناټو نظامي مشران د اوس لپاره په افغانستان کې د خپلو عسکرو د کمولو پلان نه لري.

پیټر پاوال، د ناټو د نظامي کمیټې رئیس وویل: «د ناټو په غړو هیوادونو کې عمومي نظر موجود دی چې په افغانستان کې باید په اوسني شمیر کې [د ناټو] عسکر موجود وي3FBAEE62-3902-4208-A668-7FF12C38E930_w987_r1_s

هغه وویل چې «تر اوسه شرایط اماده نه دي،» چې ناټو دې د افغانستان نه خپل عسکر وباسي.

د امریکا د جمهوررئیس پلان دا دی چې په افغانستان کې به د روان عیسوي کال تر پایه د خپلو عسکر شمیر د ۹۸۰۰ څخه ۵۵۰۰ تر راکښته کوي.

خو اوس د امریکا حکومت په دې کار کوي چې آیا د پلان په مطابق خپل عسکر په افغانستان کې کم کړي او که په اوسني شمیر کې عسکر هلته پریږدي.

د ناټو یوه چارواکي وویل: «موږ [د امریکا] نهايي تصمیم ته انتظار یو چې موږ وګورو چې څه وکړو.»

ښاغلي پاوال ویلي دي چې دوی به شرایطو ته په کتو سره اقدام وکړي.

د ناټو نوی عمومی قوماندان، امریکايي جنرال کرټس سکېپراټي ویلي دي چې اول باید افغان ځواکونه په خپلو پښو ودریږي چې بیا افغانستان د تروریستانو په ځالې بدل نه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *