د نایجریا له تښتول شویو لسګونو نجونو لومړۍ هغه وموندله شوه
۲۷۶ نجونې دوه کاله مخکې اپریل میاشت کې بوکو حرام ډلې شمال ختیځه نایجریا کې له یوې لیسې تښتولې وې
دنایجریا چیبوک ښار له بې درکه شویو نجونو نه یې لومړۍ هغه فعالانو موندلې ده.
دغه ۲۷۶ نجونې دوه کاله مخکې اپریل میاشت کې بوکو حرام ډلې شمال ختیځه نایجریا کې له یوې لیسې تښتولې وې.
فعالان وايي، امینه علي نکیک د وسله والو کلیوالو یوې ډلې د سې شنبې په ورځ د کامیرون پولې ته نژدې سامبیسا نومی ځنګله کې وموندله.
ویل کېږي دغه نجلي یوه وسله وال کلیوال پېژندلې. دغه وسله وال د کلیوالو هغې ډلې غړی دی، چې له بوکو حرام ډلې سره د مبارزې لپاره په وسلو سمبال شوي دي.
سرچینې وايي دغه نجلۍ چیبوک ته نژدې د د مبالا سیمې اوسېدونکې ده، چې ۲۵ نورې تښتول شوې نجونې هم د همدغې سیمې اوسېدونکی دي.
داسې باور کېږي، چې نوموړې نجلۍ له یوه ماشوم سره موندل شوې. هغه مهال چیبوک ته وسله وال شپې مهال راغلي وو او د لیسې زده کونکې ۲۷۶ نجونې یې په لاریو کې تښتولې وې.
یو شمېر په لومړي سر کې له لاریو په ټوپ وهلو او په ونو بوټو کې له پټیدو وروسته په تېښته بریالۍ شوې وې، خو ۲۱۹ نجونې د دغې ډلې لخوا تښتول شوې وې.
د نایجریا پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په یوه ویډیو کې، چې ۲۰۱۶ کال کې سي این این خپره کړه لیدل کېږي، چې یو شمېر دغه نجونۍ ژوندۍ دي.
په هغه ویډیو کې ۱۵ نجونې لیدلې کېږي چې تور رنګه کالي یې اغوستي دي.
داسې ادعا کېده، چې دغه ویډیو د کرسمس په ورځ ثبت شوې وه او یو شمېر نجونې د مېندو پلرونو لخوا پيژندلې شوې وې.