له پاریس نه قاهرې ته تلونکې مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې
له پاریس نه قاهرې ته تلونکې مسافر وړونکې الوتکه ورکه شوې
د مصر هوايي چلند شرکت ویلي، یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې له پاریس نه قاهرې ته روانه وه، د رادار له پوښښ نه ورکه شوې ده.
یاد شرکت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، په الوتکه کې ۵۹ مسافر او د ۱۰ کسان د الوتکې عمله وو.
الوتکه د مدیترانې سمندر پر سر شاوخوا ۳۷۰۰۰ فوټه لوړه له رادار نه ورکه شوې ده.
یوه چارواکي ویلي، له رادار سره د MS804 الوتکې اړیکه د قاهرې پر وخت ۲ بجې او ۴۵ دقیقې غوڅه شوه.