احتمال شته چې تروستې برید الوتکه راغوځولي وي
د فرانسې جمهورئیس فرانسوا اولاند دا تایید کړه، چې د مصر د هوایی شرکت الوتکه چې د پنجشنبی په ورځ د پاریس څخه قاهري ته روانه وه را لویدلې ده.
د مصرد هوایی شرکت الوتکه(ایم ایس ٨٠۴) د رادار څخه د پنجنشنبي په ورځ هغه وخت ورکه شوه چې د پاریس د چارلس ډو گول د هوايي ډگر څخه ېې پرواز وکړ.
فرانسي د مسافرو خپلوانو او دوستانو ته د معلوماتو ورکولو دپاره د تلیفون خاصه نمره ترتیب کړې ده.
چارواکې وایې، چې په دغه الوتکه کې د فرانسي ١٥ تنه،د مصر ٣٠ تنه او د نورو هېوادونو ١٠ تنه اتباع سپاره وو.
د فرانسي حکومت د دغې الوتکی د موندلو دپارهچې د یونان د پاسه د میډیټرانیي په سمندر کې ورکه شوه، الوتکي او کښتۍ مؤظفي کړي دي. او دغه راز یې په دی اړه تحقیقات هم پیل کړي دي.
بلخوا د مصرد هواېې چلند وزیرویلې دی، چي د دغه هېواد د هواېې شرکت الوتکه چې د پاریس څخه قاهرې ته ېې پرواز کاوه، د دی ډیر احتمال شته چې د ترویستې برید له وجی رالویدلی وی، نه د تخنیکي نیمگړتیا له کبله.
د مصر د هواېې چلند وزیر شریف فاتح د الوتکي رالویدو د پیښې په اړه دا خبره په داسي وخت کې کړی، چې د مډیتراني په سمندر کې د الوتکې د موندلو دپاره د پلټنې عملیات روان دی.
په دغه الوتکه چې ٦٦ کسان سپاره وو، او د پنجشنبي په ورځ په داسي حال کې د رادار د پردی څخه ورکه شوه، چې د فرانسې څخه له پرواز نه څلور ساعته وروسته د مصر هواېې حریم ته ننوتلي وه .
د یونان څخه لومړني راپورونه واېې، چې د دغي الوتکي ټوټې پارچې د هوا څخه لیدل شوي دی.
د امریکا متحده ایالات هم د پلټنې او ژغورني په عملیاتو کې مرسته کوي او خپل( پي ٣) ډوله الوتکه یی دغي سیمي ته استولي ده.
د فرانسي حکومت د پنجشنبي په سهار ددی بحران په اړه یوه بیړني غونډه وکړه. او صدراعظم مینول ولاس د فرانسي راډیو ته وویل، چې د فرانسي چارواکو د مصر د چارواکو سره له نژدی تماسونه نیولي دی.
هغه وویل، چې د مصر چارواکو لا د مخه د الوتکې د موندلو دپاره خپلي ډلی استولي دی، او فرانسې ویلې دي که مرسته ورڅخه وغوښتل شي نو تیاره ده.
د فرانسي خبري اژانس او عربي تلویزینونو ویلې دی، چې د یونان د هوایې چلند یوي سرچینېورته وویل چې دغه الوتکه د یونان د کرپاټوس ټاپو ته نژدی په سمندر کې لویدلي ده.
که تحقیقات یوه ممکن ترویستې برید ته اشاره وکړي، نو احتمال شته چې د پاریس دچارلس دی گول هواېې ډگر امنیتته پام واوړي، چې په پاریساو د بروکسیل په هواېې ډگر کې د بریدونو نه ورسته یې سخت امنیت نېول شوی دی.