وسله والو طالبانو د بغلان ولایت د پلخمري ښار د سره کوتل په سیمې د برید په ترڅ کې یې د بودایانو لروغونی عبادت ځای نړولی دی.

د بودایانو دغه لروغونی عبادت ځای د کوشانیانو د دورې د کنشکا پاچا له وخته را پاتې وو. چې لرغونتیايي له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ کلونو پورې رسېږي.

دغه معبدmaabad (2) تقریبا د یوې خونې شکل لري، چې په څلورو کنجونو کې یې دنګ ګومبدونه لري او د معبد په د ننه کې پر څلورو دېوالونو د بودا مجسمې او تاریخي لوښي موجود دي.

د بغلان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتوري میراثونو د ساتنې امر کریم الله رحیمي د دغه خبر پخلی کوي او د سیمه ییزې ادارې چارواکو په دې برخه کې ګرم بولي.

رحیمي وايي، چې ۰ ـ ۱۲ قطعې له اتو کلونو راهیسې د دې معبد د ساتلو دنده لرله او زیاتوي، چې دغه قطعه شاوخوا اووه ورځې د وسله والو طالبانو له خوا کلابنده وه. دی وايي، کله چې د قطعې تجهیزات خلاص شول او مرسته ورته ونه رسېدله، دوی سیمه پرېښوده او د طالبانو لاسته ورغله.

کریم الله رحیمي وویل، چې د سره کوتل په سیمه کې ډېر نور لروغوني اثار موجود دي، که حکومت ژر تر ژره له دې سیمې وسله وال طالبان په شا نه کړي، دوی به نور ډېر لروغوني اثار ویجاړ کړي.

دی وايي، چې یوه اونۍ مخکې د بغلان ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ د چم کلا د سیمې لروغوني اثار هم د طالبانو لاسته ورغلي دي او تر اوسه پورې د هغو لرغونو اثارو نه کوم خبر نه شته ده.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ سرپرست او د امنیت امر د دې خبر پخلی کوي او وايي، چې د سره کوتل د سیمې د بېرته نیولو له پاره یې عملیات پیل کړي دي؛ ډېر ژربه دغه سیمه د طالبانو له وجوده پاکه کړي.

د بشیر په وینا د یوې شپې او ورځې په بهیر کې د دغو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین د سره کوتل سیمې د لروغونو اثار د لرغونتیا په اړه وايي، چې د دې سیمې تاریخي اثارو له ۲ تر۵ پېړیو ز،م لروغونتیا لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *