سعودي عربستان او اسرایل په ګډه په سوریه کې ترهګریزې ډلې رامنځ ته کړې او دوی ته روزنه ورکوي4

د عربستان په ټاپو کې د القاعدې اړوندې یوې ډلې د فارس الشویل ( Faris al-Showeel) په نوم د وسله والې ډلې د یوه غړي اعدام  چې د اسرایلو له لوري ترسره شوی پرده پورته کړې ده.

دا ترهګریزه ډله چې نجد نوي دولت په نامه یادیږي چې ځان پر القاعدې اړونده ډله بولي په خپله ټویټر پاڼه کې (https://goo.gl/CxRVWA)  لیکلي، د فارس شمول اعدام چې د عربستاني ځواکونو له لوري اعدام شوی او په دې هکله یې څرګندونې داسې نه دي کوم چې خپرې شوې بلکې دی دې لپاره اعدام شو ځکه چې د اسرایلو له لوري د نیول شویو سیمو لپاره یې وسله وال روزل.

ددې وینا پاڼې پر بنسټ د عربستان د اطالاعاتو ا د موساد افسرانو له فارس الشویل سره د لیدنې پر مهال ده وړاندیز کړی وو ترڅو د اسد پر وړاندې د مشق په څنډو کې په جګړه کې ګډون وکړي او له هغه وسله والو ډلو سره همکاري او مرسته وکړي کوم چې اوسمهال په دې سیمه کې د اسد د حکومت پر وړاندې په جګړه بوختې دي خو نومه وړي اسرایلو ته له سفره ډډه وکړه چې له دې مخې یې دی د داره ورساوه.

د ویلو وړ ده چې سعودي عربستان  روان کال په پیل کې اوه څلویښت کسان د ترهګریزو کړنو په تور اعدام کړي دي چې فارس الشویل چې د القاعدې پلوی وو او د شیخ نمر باقر النمر چې یوه شیعه روحاني وو شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *