د کليو او پرمختيا وزارت نن د هيواد په نهو ولايتونو کي د نهه سوه پنځه اتيا ميليونو افغانيو په ارزښت د اوه اويا پرمختيايي پروژو تړون ليک لاسليک شو ددي وزارت وزير ويلي ددي پروژو په پيليدو سره به له څلور سوه زره ډير کسان بوخت شي

په دې کې د استنادي دیوالونو، کانالونو، سربندونو، پلونو، پلچکونو او د اوبو رسونې پروژې شتون لري چې د بلخ، بغلان، بدخشان، غور، پروان، باميان، تخار، ننگرهار او سمنگان، ولایتونو کې د شرکتونو او او ولایتي شوراګانو له لوري بشپړې کیږي. د کلیو او پرمختیا وزیر ویلي: ددې پروژو په پیلیدو سره به په مستقیمه توګه څلور سوه دوه اویا زره کسان بوخت شيn00078654-b

دوی زیاته کړې: په بلخ ولایت کې به د نهه ویشتو میلیونو افغانیو په ارزښت شپږ، په بغلان کې د شپږ ویشتو میلیونو افغانیو په ارزښت یولس، په بدخشان کې د یو پنځوسو ملییونو افغانیو په ارزښټ شپږ پروژې، په پروان کې د اوه سوه درې دیرش میلیونو افغانیو په ارزښت دولس پروژې ، په بامیانو کې د پنځه دیرش میلیونه افغانیو په ارزښت دیارلس، په تخار کې د اولسو میلیونو افغانیو په ارزښت پنځه، په سمنګانو کې د پنځه څلویښتو میلیونو افغانیو په ارزښت اته پروژې په لاره واچول شي چې په ټولیزه توګه اوه اویا پروژې دي چې په نهو ولایتونو کې به په لاره واچول شي.

ښاغلي دراني زیاته کړې: پر دې پروژو به نهه سوه پنځه اتیا میلیونه لګښت راشي چې یو میلیون یې د دولت دوه میلیونه یې د هندوستان او درې اعشاریه پنځه میلیونه یې د آسیا پرمختیایي بانک له لوري ورکول کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *