د فرانسې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر :”د مدال لژیون دو نور د عربستان ولیعهد د سعودیانو په غوښټنه په ګروکشی تر سره شو.”

د فرانسې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر :”اهداء  مدال لژیون دو نور د عربستان  ولیعهد د سعودیانو په غوښټنه په ګروکشی تر سره شوعالیترین نشان ملی فرانسه به ولیعهد سعودی رسید!.”

فرانسوا فیون چې د فرانسې پخوانی لومړی وزیر وو د ټولنیزو شبکو په خپله انټر نیت پاڼه کې له دې سره  چې د هولاند پر بهرني سیاست یې نیوکه کړې ویلي یې دي چې له عربستان سره د فرانسې اړیکې په هوښیارانه ډول نه دي ټینګې شوي او د عربستان ولیعهدته یې د دولتي مډال ورکړې په هکله پټ راز په ډاګه کړی دی.

«فیون» لیکلي:” د هولاند سوسیالیت دولت د اقتصادي ستونزو د هواری لاره د خلیج فارس هیوادون په ځانګړې توګه له سعوديعربستان سره په اړیکو کې نغښتې بولي نو له دې مخې د عربي هیوادونو له لوري پانګونه او د وسلو پلورلو او د منځني ختیځ په هکله د سعودي عربستان پر کړنو یې سترګې پټې کړې دي حتی تر دې ځان اړ بولي چې ددې هیوادونو سره اړیکې وساتي.

ده ویلی دا موضوع د فرانسې له تګلارې سره توپیر لري.

هولاند خپل سیاست د سعودي عربستان د نفتي ډالروسره تړلی بولي، په داسې حال کې چې فرانسې په سعودي عربستان کې د بشر حقونو څخه سرغړونه او اندیښنې له هیره ایستلې ده او حتی تر دې ځان اړ بولي چې خپل اعتبار او ارزښتونه هم له سعودي عربستان سره د اړیکو له مخې اغیزمن کړي. څرنګه چې په دې وروستیو کې فرانسې ونشو کولای ترڅو د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن نایف دټینګار له مخې ده ته د «لژیون دونور» مډال له ورکړې ډډه وکړي. سعودي عربستان ویلي وو که چیرې دوی ته دا مډال ورکړل شي دوی به له فرانسې د دریو میلیاردو ډالروپه ارزښت وسله وپیري. هغه تړون کوم چې د لبنان د پوځ د پیاوړتیا په موخه لاسلیک شوی دی خو په دې وروستیو کې سعودي عربستان د لبنان پوځ ته د وسلو له ورکړې هم ډډه کړې ده. خو فرانسې ته د نایف د سفر پر مهال او ده ته د مډال له ورکړې وروسته اعلان وشو چې دا تړون پر خپل ځای پاتې دی او د عربستان پوځ ته به دا وسلې وسپارل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *