د يمن په هکله په کويټ کې د يمن په تړاو خبري د ملي پلاوي د مخالفت له کبله خندول شوي دي دا پلاوي د عربستان له لوري له بريدونو سره مخالف دی

د الميادين شبکي د ريپوټ له مخې د انصارالله او ددوی د ملګرو په ګډون د یمن ملی پلاوي پر دې هیواد د سعودي عربستان د هوایي بریدونو بندول د خبرو لومړنۍ شرط ښودلی وو نو له دې مخې یې په دې ناسته کې ګډ81652463-6530590ون ځنډولی دی.

بل لور ته عبدالمالک المخلاقي د ریاض پلاوې ریس چې د منصور هادي د حکومت استازی دی د کویټ په ناسته کې یې ویلي چې دوی ټول آړونه منلي دي خو د مقابل لوري د شاتګ له امله له دې ناستې کومه ګټوره پایله نده تر لاسه شوې.

په ورته حال کې محمد ال جابر چې په عدن کې د عربستان سفیر دی ویلي د عربستان پادشاه د اوربند له کمیټې د ملاتړ د اوربند او نښتو له پای ته رسیدو سره دمالي مرستو حکم صادر کړی دی.

آل جابر د سعودي عربستان خبري آژانس ته ویلي د یمن لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي له ښکیلو هیوادونو غوښتي ترڅو د اوربند له کمیټې ملاتړ وکړي ترځو د ستونزې د هواری لپاره په ښه توګه ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان د څرګندونو پر خلاف په یمن کې ددوی تر مشری لاندې د ایتلاف هوایي بریدونه دوام لري. د یمن ستونزې د هواری په هکله د کویټ ناسته دوه اونۍ وړاندې پیل شوې وه او دا تمه شتون لري چې په دې هیواد کې د ملي یوالي حکومت د رامنځ ته کولو او نورو اړوندو خنډونو د له منځه وړلو په موخه دوام ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *