د افغانستان او روسی ترمنځ سوداګری اړیکي
د سوداګرو او صنایعو خونی هیله لری چي افغان سوداګرو لپاره د دغی هیواد د ویزی اخیستلو کی اسانتیاوی رامنځ ته شي.
د افغانستان او روسی سوداګرو ترمنځ په پام کیده چي افغانستان کي د روسی سوداګرو پانګوني اچوني په موخه یو هوکړه لیک لاسلیک شي.
د افغانستان سوداګری او صنایعو خونه د دغي خبر په تاییدولو سره وایی چي افغان سوداګر د روسی سوداګرو تشویق په موخه تر څو په افغانستان کی د پانکونه وکړی راتلونکی اونی روسی ته سفر کوی.
کابل کی د سوداګری او صنایعو خونی د رسنیو څانګي مسوول صیام الدین”پسرلی” وویل چی په دی سفر کي افغان سوداګر د پانګي اچونی او سوداګری پراختیا په موخه له روسی سوداګرو سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړی.
ښاغلي صیام زیاته یی کړه چي د افغانستان او روسی ترمنځ د ساختمانی مهارتونو زدکړی او معدنو قرار داد په ۲۰۱۰ کال کی لاسلیک شوی وو خو د افغانستان د سوداګرو او صنایعو خونی هیله لری چي افغان سوداګرو لپاره د دغی هیواد د ویزی اخیستلو کی اسانتیاوی رامنځ ته شي