پوتین: د بري د جشن د لمانځني په ورځ مسکو ته د نظربایف راتګ ددواړو هیوادونو تر منځ د ځانګړو اړیکو څرګندونه کوی

په مسکو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظر بایف سره کتنه وکړه. د قزاقستان ولسمشر د بري د جشن په مراسمو کې ګډون په موخه مسکو ته په سفر راغلی دی. د ولادیمیر پوتین په وینا؛ دا ددواړو هیوادونو تر منځ د ځانګړو اړیکو څرګندونه کوی598389.

په دې هکله د کریملن د ماڼې په خبر پاڼه کې کښل شوي:« په دوهمه نړیواله جګړه کې د بري د ورځې په ویاړ د جشن چې زمونو د ټولو ګډ جشن دی، د لمانځنې په مراسمو کې د ګډون لپاره چې تاسي پریکړه وکړه مسکو ته راشئ او دلته زمونږ سره یو ځاي یی ولمانځئ، غواړم له همدي امله تاسي څخه مننه وکړم او تاسي ته د پوځي رسم ګذشت د مراسمو نندارې ته ښه راغلاست ووایم. بې له شکه چې دا زمونږ تر منځ، د متحدینو په څیر د ځانګړو اړیکو ښکارندوینه کوي. دا زمونږ لپاره ډیر د خوشحالۍ ځای دی، مونږ غواړو تاسي نه مننه وکړو، ډاډه یم چې په راتلونکې کې به هم زمونږ تر منځ اړیکې د پراخه پلان له مخې په هر اړخیزه توګه په همدي ډول پراختیا ومومي. او ستاسي لخوا دغه عمل په راتلونکې کې رمونږ د دوستانه اړیکو د لا ټینګښت او پراختیا لپاره زمونږ باور نور هم ټینګوی».

د کتنې پر مهال د قزاقستان ولسمشر نور سلطان نظر بایف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د بري د جشن مبارکۍ تر څنګ په قزاقستان کې په بریالې توګه د «واستوچني» په نوم د فضايي ډګر د پرانستلو په ویاړ مبارکې هم وویله

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *