د هلمند په مارجې او ناوې ولسوالیو کې طالبانو په خپلمنځي نښته کې ۳۰ تنه وژل شوي دي

د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ امنیه قوماندان احمدشاه سالم وویل، چې له نن (یک شنبې) ګهیځ راهیسې د ناوې ولسوالۍ په تریخtaleban  (1) - Copy 1 ناور سیمه کې د ملامنصور او د ملا محمد رسول نظامي قوماندانانو په یوې ګډې غونډه کې پر یوبل ډزې کړي دي.

احمدشاه سالم وايي، چې د طالبانو د دواړو ډلو تر منځ په نښته کې شاوخوا ۳۰ وژل شوي دي او یو شمېر نور یې ټپیان شوي دي.

سالم وايي، چې د طالبانو تر منځ دغه نښته د کاکړانو په نوم یو کلي هغه وخت را منځته شوه، چې ملا محمد رسول په مشرې د طالبانو یوې ډلې دغه کلی تر خپلې ولکې لاندې راوست.

د ناوې ولسوال وايي، چې د دوی د اطلاعاتو پر بنسټ هم اوس د دوی تر منځ نښته روانه ده.

په دې اړه د هلمند ولایت د مارجې او ناوې ولسوالیو ځېنې اوسېدونکي وايي، چې د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو یوې ډلې نن (یک شنبې) ګهیځ مهال د تریخ ناور سیمه نیولې ده.

د سیمې خلک وايي، چې د تریخ ناور په سیمه کې د ملا محمد رسول او ملا منصور په مشرۍ د طالبانو د دوه ډولو تر منځ سخته جګړه شوې ده او په دې نښته کې زیاتو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سیمې خلک وايي، چې د تریخ ناور په سیمه کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو له ملارسول سره بیعت اعلان کړی دی او دی یې خپل مشر ټاکلی او د ملارسول په امر جګړه کوي.

له بل لوري راپورنه وايي، چې عبدالله صابر د ملا محمد رسول له لوري د جګړې قوماندان ټاکل شوی دی او د ملا منصور پلوي طالبانو سره جګړه کوي.

په ورته وخت کې د عبدالله صابر یو قوماندان مولوی محمد ابراهیم وايي، چې په سیمه کې یې د ملامنصور پلو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه پورې د ملامنصور پلو طالبانو رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي.

په هلمند ولایت کې د ملا محمد رسول او ملا منصور په مشرۍ د طالبانو د دوه ډلو تر منځ په داسې حال کې دغه جګړه کېږي، چې له دې مخکې په باغران، نوزاد او موسی کلا ولسوالیو کې دغو ډلو په خپلو کې نښتې کړې وې.

د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړینې د خبر له تایید وروسته د طالبانو لیکې وویشل شوې او وخت ناوخت یې په خپلو کې نښتې وکړې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *