كندهار: د افغان او بهرنيو ځواكونو خپلمنځين نښته، يو مړ، ۴ ټپيان په كندهار كې د افغان او بهرنیو ځواکونو په خپلمنځي نښته کي یو بهرنى وژل شوی او د دوو بهرنیو په ګډون پنځه کسه ټپیان شوي دي.

د ک0,,17478810_303,00ندهار د امنیه قومنداني ویاند ضیا دراني کلید راډیو ته وویل، دا پېښه تېره ورځ غرمه مهال هغه وخت رامنځته شوه چې د ځانګړې قطعې د قومندان او د رومانیايي سرتېرو د قومندان تر منځ د ځانګړې قطعې په قرارګاه کې مجلس روان و.

نوموړي وویل، د ځانګړې قطعې یو افسر تر لفظي شخړې وروسته پر رومانیايي سرتېرو وسله وال برید کړى چې پرمهال يې یو رومانیايي سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپیان شوي دي.

نوموړى وايي، د رومانیايي سرتېرو په ځوابي ډزو کې د یاد افغان افسر په ګډون دوه تنه نور هم ټپیان شوي دي.

درانى وايي، پیښه تر څېړنې لاندې ده تر څو معلومه شي چې د پیښې اصلي لامل څه دى؟

ضيا درانى همدا راز وايي، د ځانګړې قطعې هغه افسر چې په رومانيايي سرتېرو يې ډزې كړي له څو كلونو راهيسې له څو كلونو راهيسې د په همدې قطعه كې دنده ترسره كوي او له طالبانو سره هېڅ كومه اړيكه نه لري.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې د تېرې دوشنبې په ورځ د رومانيا جمهور رئيس کالوس لاهونیس  په یوه نا اعلان شوي سفر د کندهار په نړيوال هوايي ډګر کې له ميشتو رومانيايي سرتېرو سره کتلي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *