د كندوز ولايتي شورا: چهاردره له طالبانو نه ده پاكه شوې د کندوز د ولایتي شورا یو شمیر وکیلان په کندز کې د پوځي عملیاتو روانه لړۍ ناکامه بولي او وايي يو شمېر سيمې له طالپانو پاكې شوې نه دي13940509000239_PhotoJ.

د کندوز د  ولایتي شورا غړی امرالدین ولي او غلام رباني رباى  وایي، دوه اوونۍ وړاندې د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر ضد پوځي عملیات پیل شول چې امنیتي ځواکونو د  ډېرو سیمو  له نیولو وروسته، پوستې وانه چولې او ووتل خو اوس دغه سيمې وسله والو بېرته نيولې دي.

بلخوا د کندوز د امنیه قومندانۍ د امنیت امر محمد معصوم هاشمي وایي، په دې اړه څه ونه ويل چې ولې يې نيول شويو سيمو كې پوستې نه دي اچولي خو زياته يې كړه، له دې وروسته چې په کومو سیمو کې د وسله والو طالبانو په وړاندې پوځي عملیات کیږي دوی به هلته خپلې امنیتي پوستې جوړوي.

بايد وويل شي، چې نږدې یوه میاشت وړاندې په کندوز کې د وسله والو طالبانو پر ضد د شفق په نوم پوځي عملیات پیل شول، خو تر اوسه پورې لا هم د کندوز ښار ته نږدې په یو شمیر سيمو كې وسله وال طالبان فعال دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *