ملګرو ملتونو د يمن د سولې خبرې ځنډولې دي رپوټونه وايي، په ملګرو ملتونو کې د يمن په چارو کې ځانګړي استازي د دغه هېواد د سولې خبرې ځنډولې دي.

د افکار نيوز د رپوټ له مخې، نن سهار د يمن “بيان” قصر کې د انصارالله او حوثي وسله والو ترمنځ غونډه د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعيل ابن شيخ په مشرۍ راوبلل شوه، چې تر خبرو145820 وروسته د سولې مذاکرات وځنډول شول.

په رپوټ کې ويل شوي، چې په دغو مذاکراتو کې د سعودي عربستان پلاوي هم ګډون کړى دى.

په يمن کې د تېر کال مارچ مياشتې راهيسې د حوثي شيعه وسله والو او تښتېدلي جمهور رئيس عبد ربه منصور هادي د پلويانو ترمنځ په بېلابېلو ښارونو کې سختې نښتې روانې دي، چې تراوسه پکې د دواړو لورو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

له حوثي وسله والو سره د ايران ملاتړ دى، خو سني ډلو سره بيا سعودي عربستان مرستې کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *