طالبانو په بغلان کې ۳ عام وګړي د خپلو کورنیو په مخکې ووژل

د بغلان ولایت د امنیت امر سمونوال عبدالرشید بشیر سلام وطندار ته وویل، چې تېره شپه طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کندهارهای سیمه کې درې تنه د خپلو کورنو د غړیو په مخکې له حکومت سره د همکارۍ په تور وژلي دي.

سمونوال _taliban 080428بشیر وویل، چې دې کسانو له حکومت او امنیتي بنسټونو سره هېڅ ډول اړیکه نه لرله، بلکې عادي بزګران کلیوال وو.

د بغلان د امنیت امر په وینا، چې طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر کنټرول لاندې وي؛ پر عامو خلکو هېڅ ډول ظلم نه درېغوي او خپل خاص قوانین پر عامو وګړیو عملي کوي.

د بشیر په وینا، څو ورځې وړاندې هم طالبانو د برکه ولسوالۍ په تنګي مورچ سیمه کې دوه تنه په دار راځړولي وو.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان د دې ولایت ځايي اوسېدونکي له حکومت سره پر همکارۍ وژني، بلکې له دې وړاندې یې هم د ډنډې غوري په سیمه کې ورته پېښې تکرار کړې دي.

اوسمهال د دولت وسله وال مخالفان د بغلان په ډنډې غوري، ډنډې شهاب الدین، د مرکزي بغلان په ځېنو سیمو، د برکه ولسوالي په تنګي مورچه سیمه کې، د دهنې غوري ولسوالۍ په ځېنو برخو کې، دوشي او تاله و برفک ولسوالیو کې پراخ فعالیتونه لري، خپل قوانین پلي کوي او له خلکو نه په زور باج اخلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *