2857528D-33A1-4DAE-B4FA-FDEFD9A2D7CB_w987_r1_sپدغو درې سوو ژورنالستانو کې پنځوس یا شپیته یې میرمنې دي.

په افغانستان کې د آزادو رسنیو د ملاتړ ادراه (نی) وایي چې په تیر یو کال کې د افغانستان شاوخوا درې سوه خبریالان د امنیتي ګواښونو له وجې هیواد پریښی او نورو هیوادونو ته تښتیدلي دي.

د نی په ادارې کې د رسنیو د څار د ادارې مشر صدیق الله توحیدي په کابل کې په یوه کنفرانس کې وویل چې ” پدغو خبریالانو کې د پنځوسو نه تر شپیتو یې میرمنې دي. “

توحیدي د دولت نه وغوښتل چې د افغانستان د خبریالانو د فعالیت لپاره د یو خوندي چاپیریال د برابرولو لپاره هڅې وکړي. هغه همدارنګه وویل چې په ځانګړې ډول خبریالانې په سختو شرایطو کې کار کوي او دوي یې ” د افغانستان تر ټولو زړه ورې ښځې” یادې کړلې.

د همدې کال د جنوري په میاشت کې د موبي ګروپ د کار کوونکو د عملې په موټر په کابل کې ځانمرګی برید وشو چې اوه کسان پکې ووژل شول او پنځه ویشت نور ژوبل شول. د طلوع تلویزیزیون د همدې ګروپ پورې اړه لري. طالبانو ادعا کړې وه چې دغه برید هغوي کړی. همدې پیښې په ټول افغانسان کې ژورنالیستان او د مطبوعاتو کارکونونکي وډارول او اکثرو یې هیواد پریښودو ته اړ شول.

یوه افغانه ژورنالسته چې څه موده وړاندې ترکیې ته تښتیدلې او غواړي چې اروپا ته ولاړه شي، د نوم نه ښودلو په شرط یې امریکا غږ ته وویل چې د طلوع تلویزیون د کارکوونکو د عملې په موټر د برید نه وروسته کورنۍ ورته وویل ” نور کار مکوه” دغه خبریاله وایي زه “مجبوره” شوم چې د خپلې کورنۍ سره یو ځای هیواد پریږدم “

د مهاجرینو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ د معلوماتو پر اساس شاوخوا دوه سوه زرو افغانانو پدې وروستیو کې هیواد پریښی او اروپایي هیوادونو ته یې پناه وړیده. اکثره دغه کسان وایي چې هیواد یې د امنیتي او اقتصادي ستونزو له وجې پریښی. افغان خبریالانو هم د هیواد د پریښودلو دلیل خراب امنیتي وضعیت ښودلی.

د پژواک د خبري اژانس مسؤل مدیر دانش کړوخیل هم د ژورنالیستانو د بهر ته تللو عمده دلیل ناامني ګڼي. ښاغلی کړوخیل امریکا غږ ته وویل چې د هغوي ” یو څو کارکونکي ” هم هیواد پریښی، او جرمني، ترکیه او نورو اروپایي هیوادونو کې ته رسیدلي دي.

کړوخیل زیاته کړه چې ” اکثره ژورنالستان چې بهر ته تللي، د سیمه ایزو رادیوګانو او نورو رسنیو سره یې کار کاوه.”

د پژواک د خبري اژانس مسؤل دانش کړوخیل امریکا غږ ته دا هم وویل چې ” اکثره ژورنالستان چې اروپایي هیوادونو ته تللي، د هیواد د شمال د برخو اوسیدونکي دي” او زیاتوي چې ځینو یې د بې روزګارۍ له وجې هیواد پریښی.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني هم دا مني چې ډیری ژورنالستانو د بې روزګارۍ له وجې اروپا ته مخه کړې. ښاغلي جهاني امریکا غږ ته وویل چې ” یوازې ژورنالستان نه بلکه د هر مسلک خلک اروپا ته تللي دي. “

د اطلاعاتو او کلتور وزیر همدرانګه وویل چې د دفاع، کورنیو چارو او ملي امنیت وزارتونه باید د نورو اړوندو ادارو سره په ګډه زیار وباسي چې د ژورنالستانو لپاره د کار کولو مصؤن چاپیریال جوړ کړي او هغه ستونزې له منځه یوسي چې ژورنالستان بهر تلو ته مجبوروي.

په همدې حال کې د ژورنالستانو د حفاظت ټولنې چې مرکز یې د نیویارک په ښار کې دی وایي چې هغوي په دقیق ډول معلومات نلري چې ” څومره افغان ژورنالیستانو به هیواد پریښی وي. ” خو دغې ادارې امریکا غږ ته په یوې اعلامیې کې وویل چې زیات شمیر افغان ژرونالستانو ترې د مرستې “غوښتنه کړیده. “

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *