وړاندې هم څو ځله په هلمند کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له زندانونو څخه د لسګونه کسانو د خوشي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افEB808F31-18C2-4E69-B448-B2F0F7B8943B_w987_r1_sغانستان ملي دفاع وزارت وايي، د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له زندانه ۶۰ بندیان خوشي شوي دي.

ملي دفاع وزارت په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دا عملیات تېره شپه (پنجشنبه ثور/ غویي ۱۶مه) ۱۰ بجې ترسره شول او د عبدالرحیم په نوم د طالبانو یوه قومندان اړوند زندان پکې په نښه شو.

هملند کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان داوود شاه وفادار وایي، دا عملیات د افغانستان د ترهګرۍ ضد ځانګړې قطعې ترسره کړي.

وفادار په دې عملیاتو کې د طالبانو له زندانه د ۶۶ بندیانو د خوشي کېدو خبره کوي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، دا کسان له تېر یوه کال راهیسې د افغانستان له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو او د طالبانو په دغه زندان کې ساتل کېدل.

د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د خوشي شویو کسانو د هویت په اړه وروسته معلومات وړاندې کېږي.

په دغو عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبان ددغو عملیاتو ترسره کېدل مني، خو وایي چې امنیتي ځواکونو یواځې یو څو تنه چې ددوی په وینا “روږدي او د حقوقي دعوا” بندیان وو له ځان سره بیولي دي.

قاري یوسف احمدي چې ځان د طالبانو ویاند بولي وایي، “دوی د پولیسو او ملي اردو بندي سرتېري، وارله مخه خوندي سیمو ته لېږدولي وو.”

د افغانستان امنیتي ځواکونو وړاندې هم څو ځله په دغه ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کسان د طالبانو له زندانونو خوشي کړي دي.

د تېر حمل/ وري میاشتې په ۱۶مه د افغانستان څارګرې ادارې د هلمند ګرشک ولسوالۍ په دشت شور سیمه کې د طالبانو د یوه زندان د نیولو خبره وکړه چې په ترڅ کې یې ۱۴ کسان د طالبانو له بنده خوشي کړل.

تېر کال د حوت/ کب په ۸ مه هم د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د ملي اردو په عملیاتو کې د طالبانو له بند نه لږ ترلږه ۳۵ کسان خوشي شول.

بلخوا د هلمند د والي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې ولایت کې په هوایي بریدونو کې د دولت د نهو وسله والو د وژل کېدو او ۱۱ نورو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا وسله وال تېر ماښام د لښکرګاه ښار په کمپرک سیمه کې په هوایي برید کې وژل شوي چې شپږ تنه یې پاکستانیان دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *