په ادلب ولایت کې د بېځایه شویو سوري وګړو پر کمپ په هوایي برید کې لږ ترلږه ۳۰ کسان ووژل شول.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې راپور ورکړی چې د سوریې دولت مخالفو ډلو تر درنو جګړو وروسته یو مهم ستراتیژیک کلی د دولتي ځواکونو له کنټروله بهر کړی دی.

ددې8EDD38B9-5595-4B89-81CE-B66B9742D579_mw1024_s_n راپور له مخې، د حلب ښار په سوېل کې په جګړو کې لږ ترلږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د راپور پر بنسټ، د النصرت ډلې سره تړلې د القاعدې ډلې غړو تېره ورځ پنجشنبه (ثور/ غویي ۱۶مه) په خان طومان کلي کې پر دولتي ځواکونو بریدونه پیل کړل.

دا کلی د دمشق – حلب لویې لارې ته د نژدې واقع کېدو له امله ډېر اهمیت لري.

دا جګړې د حلب ښار شاوخوا سیمو کې شوي دي چې تمه کېږي له دې ځایه په سیمه کې اوربند پيل شي.

وړاندې د ملګرو ملتونو د بشردوستان برخې مسوول سټیفن اوبراین د ترکیې پولې ته څېرمه د سوري کډوالو پر پنډغالي هوایي برید جنګي جنایت یاد کړ.

په دې هوایي برید کې لږ ترلږه ۳۰کسان ووژل شول.

دا پنډغالي د ترکیې پولې ته نژدې د ادلب ولایت په سرمدا ښار کې دی او دا سیمه د بشار الاسد د مخالفینو په کنټرول کې ده.

بشار الاسد ته وفادارو ځواکونو په دې وروستیو کې په ادلب کې هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *