په سوريه کي د اوربند د هڅو په تړاو ددي هيواد لپاره د ملگرو ملتونو استازی مسکو ته سفر کوي دا په داسي حال کي ده چي د روسيي بهرنيو چارو وزير په دي هکله جينو ته له سفره دده کري ده تيره ورځ په جينو کي د امريکا عربستان او اردن بهرنيو چارو وزيرانو ناسته درلوده او په سوريه کي يي د اوربند په هکله د روسيي د مرستو غوشتنه کري ده

جینو ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر نه راتګ ددی لامل شو ترڅو د سوریې لپاره دملګرو ملتونو استازی مسکو ته د سفر پر مهال له لاروروف سره د لیدنې ترڅنګ له کرملین څخه وغواړي ترڅو په سوریه کې د اوربند لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي. په دې وروستیو 160126014157_staffan_de_mistura__624x351_apکې په سوریه کې حالات ډیر کړکیچن شوي او ددې ویره شتون لري چې اوربند په بشپړه توګه له منځه لاړ شي نو له دې مخې د امریکا بهرنیو چارو وزیر هم د سویس سفر ته اړ شو.

استیفن ډیمستورا چې مسکو ته د سفر پلان لري وایي ملګري ملتونه هڅه کوي ترڅو د مسکو او واشنګټن په ګډون یو عملیاتي فعاله مرکز رامنځ ته کړي.

استيفن دي‎ميستورا؛ “مونږ د داسې ځواک د رامنځ ته کولو هڅه کوو چې د امریکا او روسیې ترمنځ د سوریې لپاره د یوه عملیاتي مرکز په توګه کار وکړي به پله وینا مونږ د   یوه میکانیزم د رامنځ ته کولو په هڅه کې یو خو دا میکانیزم سیاسي ځواک ته اړتیا لري دا خوځښت نن پیل شوی او ددې میکانیزم د ښه عمل کولو او د اوربند پر بیا رامنځ ته کولو به بیا کتنه وشي.”

په همدي توګه جان کري خبرداری ورکړی چې د سوریې جګړه تر ډيره له کنتروله وتلې ده ده د ستونزو په ځانګړې توګه د حلب ښار د جګړې په هکله خواشیني څرګنده کړې خو ویلي یې دي چې مسکو ته د ښآغلي دمستورا د نویو هڅو پیل دی.

جان کري؛ “روسیه او امریکا جینو ته د دیرو استازو په را استولو سره هوکړه لري ترڅو د څلورو ویشتو ساعتونو په لړ کې په سوریه کې د اوربند په هکله خبرې وکړي دا موضوع به پّ سوریه کې د سولې په برخه کې ځواکمتیا پیاوړې کړي زه نن د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره تلفوني خبرې لرم او دمستورا به هم مسکو ته لاړ شي او په دې هکله به له روسي چارواکییو سره خبرې وکړي.”

په حلب ښار کې اوربند په یوه جنجالي مسله اوښتې او د سوریې په بیلا بیلو برخو کې د جګړې د پراخیدو شونتیا هم لیدل کیږي له سوریې څخه د رارسیدلو ریپوټونو له مخې په حلب ښار کې د وروستیو نښتو له امله دوه سوه پنڅوس کسان وژل شوي چې له دوی څخه پنځوس تنه یې ماشومان دي په ورته حال کې د ملګرو ملتونو لوی منشي بانکي مون په حلب کې حالات کړکیچن ښودلي او له ښکیلو خواوو یې غوښتي ترڅو اوربند ته درنښت ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *