د پارلمان او مدني ټولني يو شمير غړيو نن د يوي غونډې په تر سره کولو سره له ترکمنستانه د سالنگ له لاري د پنځه سوه کيلو ولټه برښنا پر راليږدولو نيوکه وکړه او دا يي د ټولنيز عدالت د پلي کولو پر خلاف ښودلي دي دوي دولت ته خبرداری ورکړی که چيري د ميدان وردگو له لاري ددي برښنا د ليږد پريکړه ونکړي لوي لاريون به په لاره واچويphoto_2016-02-07_00-48-19

په دې شپو ورځو کې له ترکمنستانه د پنځه سوه کلیو ولټه برښنا د رالیږدولو مسئله ډیره توده شوې ده او د مرکزي سیمو خلک ددې غوښتونکي دي ترڅو د برښنا دا مزې ددوی له سیمو تیر شي خو د شنبه په ورځ د حکومت کابینې پریکړه وکړه چې دا مزې به د سالنګ له لارې کابل ته را لیږدول کیږي خو ددوی دا پریکړه د خینې خلکو له کلک غبرګون سره مخ شوې ده د پارلمان او د مدني ټولنې یو شمیر غړیو له ترکمنستانه کابل ته د برشنا لیږد د سیاسی چلند د معاملی وړ ندی ښودلی او د بامیانو وردګو له لارې یې ددې برښنا پر لیږدولو ټینګار کړی دی.

دوی د بامیانو وردګو له لارې د برښنا رالیږدول ګټور ښودلي ویلي یې دي په دې لاره به ډیری کارنخونې رامنځ ته، د مس عینک او حاجه ګک کانونو د برښنا ستونزه به هم هواره شي. دوی حکومت ته تر پنجشنبه وخت ورکړی ترڅو خپلې پریکړې ته بیا کتنه وکړي که نه خپلو موخو ته د رسیدو لپاره به له ټولو لارو کار واخلي.

ددې پروژې پلان دوه کاله وړاندې د آلمان فشنر یوه شرکت له لوري رامنځ ته شوی او دې شرکت د بامیانو وردګو له لارې ددې برښنا را لیږدول ارزانه او ډاډ من ښودلی خو د اوبو او برښنا مسولین وایي ددې پروژې لګښت د جاپان له لوري ورکړل شوی او یواځې د سالنګونو له لارې بسنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *